د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۲ اوونيزې غونډې خبرتیا:

درنو دوستانو السلام  عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۲مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د  قرآن  پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته ښاغلی نظيم سمون په سیمه او هېواد کې د روان وضعيت په اړه يو تحليل وړاندې کوي. ښاغلی حزب الله اتل د نېلسن مندېلا مشهور اثر « د آزادۍ اوږد مزل» تر سرليک  لاندې د خپل ژباړل شوي اثر لنډيز او مهم ټکي له تاسو سره شريکوي. ورپسې ښاغلی مشتاق رحيم د ايران سياسي نظام د پاور پاينټ پرېزنټېشن په بڼه موږ ته راپېژني. هيله ده غونډې ته پخپله هم تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره  خبر کړئ. 
وخت: پنجشنبه د غويي ۲۱مه، ماسپښين  دوه نيمې بجې
ځای: له پل محمود خان  څخه د شش درک پر لوري ښي لاسته لومړۍ کوڅه، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور
په ډېر درنښت