د روسیې بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي دي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه تر سره کړې ده.
نوموړي خبریالانو ته ویلي دي چې د دوی خبرې پر سوریه، افغانستان او اوکراین راڅرخیدې.
نوموړي له خپل امریکايي سیال رکس ټیلرسن سره هم لیدلي دي.
لاوروف ویلي دي چې دواړه خواوې د مشکلاتو د حل لپاره جدي تمایل لري، او په سوریه کې به د اختلاف ټکو پر حل غور وکړي تر څو په دغه هیواد کې دایمي سوله راشي.
ډونالډ ټرمپ د یادې لیدنې په اړه جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې یاده لیدنه ډېره ښه وه.