
راشه نور خو راشه انتظاره لیونی دې کړم
مکړه داسې مکړه نور دلداره لیونی دې کړم
ستا لارې ته دوه سترګې څلور مې کړې نور زر راځه
لار کې درته ناست يمه رویباره لیونی دې کړم
تږی له وختو یمه یو ډک جام ساقي غواړمه
جام د شهادت راکړه نور یاره لیونی دې کړم
غیږه کې د ستا به لږ دمه شمه ارام به شم
غیږ راکړه په زړه یمه بیماره لیونی دې کړم
یار له کلي لاړلو اوس کلی هم بد رنګ ښکاري
ورک شه ای بې یاره تش دیاره لیونی دې کړم
زما د ژوند ډيوه شوله اوس تته رڼا نه کوي
ستا هجران کې سوزمه نګاره لیونی دې کړم
نشته د عاکف د زړه ملګری اوس شهید شولو
درومي نور له ښاره وایي ښاره لیونی دې کړم