
د افغانستان په تړاو د ټرمپ ادارې ستراتیژي بشپړه شوې چې له مخې به یې طالبان د زور او فشار له لارې له جګړې راوګرځول شي.(واشنګټن پوسټ)
په داسې حال کې چې له تېرې یوې نیمې لسیزې راپدېخوا د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي چې له پوځي لارې د وسله و الو پر ځپلو ولاړه ده، ناکامه ثابته شوې، خو د ټرمپ اداره هم هڅه کوي چې پخوانۍ تېروتنې تکرار کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې "امريکا چمتو ده په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خپلې پوځي هڅې ډېرې کړي" تر سرليک لاندې په خپله تازه ګڼه کې همدې مطلب ته اشاره کړې.
ورځپاڼه وايي، په پوځي او بهرنيو چارو کې د ولسمشر ټرمپ لوړ پوړو سلاکارانو په افغان تګلاره کې د داسې بدلون وړانديز کړى چې په پلي کېدو به يې امريکا یو ځل بيا په عمل کې له طالبانو سره په جکړه کې ښکېله شي.
امريکايي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي، د افغانستان په تړاو پلان وروستى شوى چې له مخې يې خبرو ته د طالبانو د اړ ایستلو لپاره به امريکا خپل پوځي رول پراخ کړي.
د چارواکو په وینا د پوځي رول پراخېدل د تگلارې يوه برخه ده او نور فشارونه به هم ډېر کړل شي.
د امريکا پوځي چارواکي اوس سترگې په لار دي چې ولسمشر ټرمپ دا پلان ومني.
ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ د مې تر ٢٥ نېټې چې په برسلز کې د ناټو د مشرانو غونډه ده د دغه پلان په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
د امريکايي چارواکو په وينا ياد پلان افغان تګلارې ته له يوې هر اړخيزې کتنې وروسته او د ولسمشر ټرمپ له هغې غوښتنې سره سم جوړ شوى چې وايي افغانستان کې دې ناوړه امنيتي حالت کابو او سم لوري ته ور سيخ کړل شي.
کله چې په ۲۰۰۹ کال کې بارک اوباما هم واک ته ورسېد، نو په افغانستان کې یې د حالاتو تر ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې دغه هېواد ډېر پوځیان ولېږي.
د اوباما په وخت کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شمېر ۱۵۰ زرو ته ورسېد چې د جګړې د مهار پر ځای یې وسله وال بغاوت نور هم په څپو کړ.
شنونکي او عام افغانان په دې باور دي چې افغان جګړه پوځي حل لار نه لري او د جګړې پر ځای باید د پخلاینې پروسه تشویق شي.