دمينې په ورځ دبشردوستانو!! وحشت !

سيدسعيد

دمارجې اونادعلي دعملیاتوپه دوهمه (دفبروری پر۱۴مه ) نېټه چي په نړۍ کي دمیني دورځي یاویلنټاینزډي په نوم یادیږي اولمانځل کیږي .یرغلګروځواکونودنادعلي په یوې ګڼ میشتي سیمي ددرنووسلوپه بریدکي ۱۷-۱۲ملکي هیوادوال دښځواوماشومانوپه ګډون شهیدان کړل اودغه رازتردغي پیښي دوې ورځي وروسته (۱۶)یې بیاپه همدې سیمه کي ۵-۳ نور ولسي وګړي په مخامخ ډزوکي په شهادت ورسول .دواړي یادي سوې پېښي داشغالګروله خواهم تائيدسوې اوپه اصطلاح دخواشنۍ وړیې بللې دي .په داسي حال کي چي دکرزي ویاندوحیدعمردعملیاتوپه پیل کي په خوراټینګارسره وویل چي : «دخارجي دوستانوڅخه یې ډاډترلاسه کړی دی چي ،په همدې جنګ کي به دملکی تلفاتومخنیوی په هرډول چي کیدلای سي ترسره کوي » .خوپه تأ سف سره چي دکابل چارواکواویرغلګرانودتل په څېرداژمنه هم دربړیدلي اوبیچاره ولس دوینوپه تویولوماته کړه .
په لویدیځ اویوشمېراسیایې هیوادونوکي په همدې (دفبروري پر۱۴ مه )ورځ خلګ وخپل موراوپلار،دوستانواویارانوته دمیني دښکاره کولوپه موخه دخوراک اوښکلاډول ډول شیان سوغات کوي اوپه ځانګړې توګه دګلاب سره ګلونه ورته ډالۍ کوي په ټوله کي سوررنګ په همدې ورځ یوه خاصه ځانګړتیالري . خودمیني په همدې ورځ دمینه ناکو!! کرکجنوله خوازمادمظلوم ولس کلي اوکورونه بمباریږي ،پیغلي اوځوانان ماشومان اوبوډاګان یې شهیدانیږي ،بندي کیږي اودهمدې بشردوستوجنایتکارانوله ډاره یې هره شېبه غوږونه څک نیولي وي چي اوس به دکورونودروازې په بمونوراوالوزوي لاسونو اوپښوته به مودکورپه انګړکي دښځواوماشومانوپه مخ کي زولنې و رواچوي .په سربه موتوري کرغېړني کڅوڼي راواغو ندي اودطالبانوسره داړیکودرلودوپه شک به موکوم نامعلوم ځای ته یوسي . ښځي اوماشومان به مودبشردوستانو!! ددې وحشت اودهشت له امله ساندي اوکریږي وهي ؛ خومتمدن وحشیان به دخپلوداړونکو- خوړونکوسپیانوپه ورخوشي کولوپه ژوندوني دهغوی دبدن غړي رابېلوي اوځانونه به په مړه وي هو! ښايې یرغلګرانودسیستاني په خړه خوله خروښه ډکه دښته کي دسوررنګ دموندولواودخپلي میني دسړلوپه جوش او هوس دافغان مظلوم ولس په وینه خپله مینه تازه کړې وي .
دمارجې دروانوعملیاتوپرمختګ اوشاتګ اودملکي زیانونوددقیق شمېرمعلومول یوستونرمنه چاره بلله کیږی ،ځکه چي هیڅ یوازادخبریال اوپه ټوله کي افغان ژورنالیستانوته دیرغلګروله خوااجازه نه ورکول کیږي چي سیمي ته داخل سي اودخپلوستوګولیدلی حال دنړیوالواوهیواوالوسره شریک کړي .په خاص ډول دولسي وګړوستونزي دزیاتي اندېښنې وړدي چي په دې ساړه ژمي کي به څنګه اوچیري دیرغلګرودړندوبمباریو،ګولیو،تلاشیواو.....څخه خوندي ځاي ته پنایوسي اوخدای ج خبرچي ددې عملیاتوترپای ته رسیدوپوري به لانورڅومره هیوادوال شهیدان ،ټپیان ،ابادکلي اوکورونه به یې وران سي ،ځکه چي داعملیات نه لومړي دي اونه هم وروستي چي دوطنوالودستونزوپایلامه یې وبولو.آه څومره نوري ویني به لا وبهیږ ي اوڅومره نوري ښځي به کونډي ،مندي به بوري اوماشومان به یتیمان سي . !
ای دنړۍ پرسرګرځیدونکوراګرځیدونکوانسانانو! دخدای ج اودهغه دکائیناتوسره دمیني په خاطرلږزمادمظلوم اوکړیدلی ملت له حاله ځانونه خبرکړئ چي ، دډیموکراسۍ سالارانواوبشردوستانو!! له لوري یې پرخټینوجونګړوټنونه بمونه اوریږي پرشنوباغونواوفصلونویې ،کیماوي اوبیلوژیکي مواداستعمالیږي اودسپین پاسفورس په زهرجنووړانګویې شرین بدنونه شوړیږي اولولپه کیږ ي .آه ! ای مینه خوښو،مینه والواومینه پالوراځئ ! نوردرښتني میني دخپرولواودودولوپه موخه پیاوړي اوهراړخیزي هڅي پیل کړواوپه همدې سپېڅلې لارکي دهرډول ستونزوګاللوته چمتوواوسواودازادۍ ښکلي لیلا ته په مهرکي دمیني څوشهیدسرونه لکه دګلاب سره ګلونه ډالۍ کړو؛ترڅودجنګ – جګړو،کرکي اووحشت پرځای دمیني ،خوښۍ اوخواخوږۍ په فضاکي یې دوصال په ویاړلمانځنغونډي جوړي کړواوهمداراز دغه دحسن ملکه پسي وپالو،وستایواوپرناموس یې دهریرغلګربلواګردتېري په وړاندي داسي مبارزه وکړوچي تګلاره مودمیني یونوی باب اودلارورکودلاري بل مشال سي .