اوباما ټرمپ ته د مایکل فلېن په اړه خبرداری ورکړی و

راپورونه وايي، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خپل ځایناستي ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې مایکل فلېن ته د ملي امنیت د سلاکارۍ دنده ورنه‌کړي.
فلېن وروسته له روسي چارواکو سره د ارتباطاتو په خاطر له دندې استعفا ته اړ کړای شو.
دا راپورونه وړمه ورځڅو ساعته مخکې تر دې خپاره شول چې د اوباما د پخواني حکومت دوه جګپوړي چارواکي د سنا جرګې یوې کمېټې ته د دې قضیې په اړه د پوښتنو د ځواب لپاره حاضر شول.
د سنا جرګې کمېټه د امریکا د ۲۰۱۶میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعا په اړه څېړنې کوي.
د رسنیو په څو راپورونو کې د اوباما د پخواني حکومت د چارواکو له قوله ویل شوي چې اوباما په خپله ټرمپ ته وروسته له دې خبرداری ورکړ چې نوموړي ټاکنېوګټلې.
د اوباما د پخواني حکومت د دغو دوو چارواکو نومونه نه‌دي په ډاګه شوي.