روسیې پر نازي جرمني د متحدو هېوادونو د بریا کلیزه ونمانځله

روسیې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر نازي جرمني د متحدو هېوادونو د بریالی کالیزه د یوه رسم ګذشت په ترڅ کې ونمانځله.د بریا دغه نمانځغونډه دکرملېن پهسره ميدان کې جوړه شوې وه.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين رسم ګذشت ته په وينا کې وويل چې په ۱۹۴۵میلادي کال کې د نازیانو په ماتې کې ډېر لاس د روسيې وو او روسیه باید د اوسنۍ نړۍ په نا امني کې خپله پوځي پياوړتيا زياته کړي.
هغه وویل:"نازي جرمني پر روسیېخپل تر ټولو زورور بریدونه وکړل خو داسې څوک نه و، نشته او نه به وي چې زموږ خلک تر خپل واک لاندې کړي."
په دغه جګړه کې د اټکل له مخې اوويشت مليونه روسي پوځيان او ملکيان وژل شوي وو او په ۱۹۴۵میلادي کال کې د نازيانو په ماتې مليونونه روسان ډېر وياړ کوي.
پوتين پر امريکا او لوېديځ هېوادونو تور پورېکوي چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې دوه مخی سياست کوي خو امريکا او نور هېوادونه دغه تورورنه ردوي.