
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړیاستازی به راتلونکې اوونۍ د سوریې د حکومت او مخالفانو د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو یوه غونډه جوړه کړي.
د سټیفن دي مېستورا دفتر ویليچې دا خبرې په جینیوا کې کېږي او پایلې بهیې د روانې میلادي میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.
ښاغلي ډي مېستورا ویلي چې هیله لري څو د روسیې، ایران او ترکیې لهخوا په سوریه کې د امن سیمو د جوړولو د تېرې اوونۍ پرېکړه د ملګرو ملتونو د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه دا هم ویلي چې که د امن سیمو د جوړولو موافقه سمه عملي شي تاوتریخوالی به د پام وړ کم کړي.
ایران او روسیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد له رژیم ملاتړ کوي او ترکیه هم د رژیم د یو شمېر مخالفینو په خوا ده.