
د ايران د پوځ مشر د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر ضد د عملياتو کولو ګواښ کړی دی.
د ايران د دولتي ټلوېزيون د راپور له مخې، د ايران د پوځ مشر جنرال محمد حسين باقري وړمه ورځ ويلي، ترهګر چې چېرته وي، دوى حق لري چې ورپسې ولاړ شي او پر ضد يې عمليات وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې څو ورځې مخکې وسله والو کسانو د پاکستان له خاورې پر ايراني سرحدي ځواکونو بريد وکړ او لس ايراني سرتېري یې ووژل.
د جيش العدل په نامه يوې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى و.
تر يادې پېښې وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په بېړنۍ توګه اسلام اباد ته سفر وکړ او پاکستان ته يې سخت احتجاج وکړ.
اوس د ايران د پوځ مشر ګواښ کړی چې د پاکستان په خاوره کې دننه به په ترهګرو پسې ورځي او پر ضد به يې عمليات کوي.
جنرال باقري ويلي چې پاکستان بايد په خپله خاوره د ترهګرو خوندي مرکزونه له منځه يوسي او که چېرې دا ډول بريدونه دوام پيدا کړي، نو ايران به يې په خپله له منځه وړي.
د سياسي چارو کارپوه اکمل ظاهر وايي چې پاکستان په سيمه کې د يوه ناسور هېواد په څېر دى چې ټول ګاونډي هېوادونه ترې پزې ته راغلي دي.
هغه پژواک اژانس ته ويلي چې په ختيځه پوله کې هندوستان، په شمال لوېديځ او لوېديځو پولو کې ايران او افغانستان ترې په تنګ شوي دي.
ظاهر وايي، پاکستان له ترهګرو څخه د ځان په ګټه کار اخلي او دغه ترهګر د ګاونډيو هېوادونو پر ضد کاروي.
بلخوا د ايران د دفاع وزير بيا پر سعودي عربستان د بريد ګواښ کړى دى.
د ايران د دفاع وزیر دغه څرګندونې د سعودي عربستان د وليعهد د مرستيال له هغه ګواښ وروسته کړې چې وايي جنګ به ايران ته انتقال کړي.
د ایران د دفاع وزير حسين دهقان دولتي ټلوېزيون ته ويلي چې که سعودي څه جاهلانه اقدام وکړ نو دوى به له مکې او مدينې پرته د دغه هېواد ټولې سيمې په نښه کړي.