په نړۍ کې تر ټولو چاغ ماشوم!!!


ليکنه: نوراحمد عايل
په نړۍ کې تر ټولو چاغ ماشوم، په کولمبيا هېواد کې اوسي چې د ١١ مياشتو دى او ٣٢ کيلوگرامه وزن لري.
په داسې حال کې چې د عادي ١١ مياشتنيو ماشومانو وزن له ٥ څخه تر ٧ کيلو پورې وي خودا ماشوم ٣٢ کيلووزن لري.


ددې ماشوم مور(ميلونا) خبريالانو ته وويل: زوى مې د ٢ مياشتو وو،چې په داسې بې درېغه چاغېدو يې پيل وکړ
کولمبيايي ډاکټران په ماشوم څېړنې کوي چې ولې په يودم دومره چاغ شوى دى.
په انځور کې دا چاغ ١١ مياشتنى ماشوم له خپل ٤،٥ کلن ورور سره وينئ.