د فرانسې نوي ولسمشر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو پیاوړي کولو ژمنه وکړه

د فرانسې منتخب ولسمشر امانویل ماکرون وروسته له هغې چې د یکشنبې د ورځې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې په اسانۍ خپلې رقیبې ملتپالې مارین لوپن ته ماتې ورکړه، له اروپایي اتحادیې سره د فرانسې د اړیکو د پیاوړي کېدو ژمنه وکړه.
ماکرون تېر ماښام د پاریس د موزیم په انګړ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ویرې او اختلافاتو ته به ځای پرې نه‎ ږدي او د هغو اختلافاتو پر وړاندې به مبارزه وکړي چې فرانسه زیانمنوي.
نوموړی وايي: "زه له فرانسې، له حیاتي ګټو، له تصویر او پیغامه یې دفاع کوم. زه تاسو ته وایم چې له اروپا، له خلکو او ګډ سرنوشت څخه به یې دفاع وکړم. زموږ تمدن، زموږ د ژوند بڼه، زموږ ازادي، زموږ ارزښتونه او زموږ ګډې هیلې په خطرکې دي."
ماکرون به د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر وي چې په اروپایي اتحادیه کې د فرانسې د مخکښ رول پر دوام ټینګار کوي. دغه ټاکنې د فرانسې د راتلونکې لپاره پر دوو متضادو لید لورو څرخېدل.
د رسمي شمېرو له مخې د ۴۷ میلیونه رایه ورکوونکو په سلو کې څه باندې ۶۶ یې مکرون ته رایه ورکړې ده. ماکرون چې پخوا د اقتصاد وزیر و او په بانک یې کار کړی هېڅکله هم یوه انتخابي دنده نه ‎ده لرلې.
د هغه د بریالیتوب له اعلان سره دوه نور ښه خبرونه هم ملګري وو، د دوو خپرو شویو نظر پوښتنو له مخې د مخ په وړاندې په نوم د هغه سیاسي غورځنګ به چې له تأسیس څخه یې یو کال وځي، په پارلماني انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د جون په ۱۱مه او ۱۸مه ترسره شي، لومړی ځای ونیسي.
دغه بریالیتوب چې د فرانسې په معاصر تاریخ کې دوهم ستر بریالیتوب ګڼل کېږي، په اروپا کې راپورته شوې انديښنې چې له اروپایي اتحادیې د برېتانیا له وتلو وروسته د فرانسې په اړه چې ښایي دا هېواد هم ورته لاره خپله کړي، لرې کړي.
د اروپایي کمېسیون مشر جین کلاود جونکر ویلي چې دی ډېر خوښ دی چې فرانسې د اروپایي اتحادیې راتلونکې غوره کړه.
د جرمنې صدراعظمې انګېلا میرکل دغه بریالیتوب د یوې پیاوړې او متحدې اروپا لپاره بریالیتوب بللی او ویلي یې دي چې هغه د ښاغلي ماکرون د دې ژمنې نښه ده چې ویلي یې دي دی به اروپا ته د خپلې اجنډا په سرکې ځای ورکړي.
منتخب ولسمشر ماکرون چې ۱۰ دقیقې یې په ټیلیفون له مېرمن مېرکل سره خبرې کړې، هغې ته ویلي چې ډېر ژر به برلین ته ورشي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ټویټر له لارې ښاغلي مکرون ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دی ډېر لېواله دی چې له هغه سره ګډ کار وکړي.
ټاکل شوې ده چې امانویل مکرون به د مې په ۱۴ د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه چې موده یې پنځه کاله ده، لوړه وکړي.