
د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي چې په ۲۰۱۳م کال د عبدالفتاح السیسي له خوا د نظامي کودتا په ترڅ کې له دندې ګوښه او زندان ته واچول شو ویلي دي چې بعضې مسایلو د نوموړي ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
نوموړی چې یو ځل بیا هم محکمې قضایي ارګانونو ته د سپکاوي په تور حاضر کړی و قاضي ته وویل چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او باید له خپل مدافع وکیل او کورنۍ سره د لیدلو اجازه ورکړل شي.
نوموړی وروسته له هغې چې بند ته اچول شوی دی له خپل مدافع وکیل او کورنۍ سره د لیدلو اجازه نه لري.
د محمد مرسي زوی عبدالله مرسي هم رسنیو ته ویلي دي چې بار بار یې له پلار سره د لیدو غوښتنه کړې ده خو ډول ډول خنډونه ورته جوړ شوي دي.