واشنګټن ټایمز : د افغانستان حکومت فاسد او بې کفایته دی

افغان جګړه د ویتنام په څېر د بري چانس نه لري او تر شپاړس کلنې جګړې وروسته لا هم د سمڅې په پای کې رڼا نه لیدل کېږي.
واشنګټن ټایمز وايي، افغانستان د یوه عادي امریکايي سرتېري د هډوکو ارزښت هم نه لري او که کانګرېس تر ۳۰ ورځو د القاعدې، داعش او طالبانو پرضد جګړه اعلان نه کړي، ټرمپ دې ټول ځواکونه له افغانستان نه را وباسي.  
ورځپاڼه وايي، تر ۱۶ کلنې ترهګرۍ ضد جګړې وروسته لا هم د سمڅې په پای کې رڼا نه لیدل کیږي.
واشنګټن ټایمز امریکايۍ ورځپاڼه لیکي، ډونالډ ټرمپ قانون ته د مراجعې له لارې له افغان جګړې نه ځان ژغورلی شي.
د امریکا د اساسي قانون د ۱۱مې مادې پر اساس، د جګړې او متارکې اعلان د کانګرس د غړو مسوولیت دی.
د ورځپاڼې په باور، کانګرس دې د القاعدې، طالبانو او داعش پرضد جګړه اعلان کړي او که تر ۳۰ ورځو یې دا کار ونه کړ، ټرمپ دې امریکايي ځواکونه له افغانستانه را وباسي.  
ورځپاڼه وايي، افغان حکومت فاسد او بې کفایته دی او ټاکنې یې د پراخ فساد تر اغېز لاندې دي.
واشنګټن ټایمز کاږي: (( زموږ لاسپوڅی افغان حکومت فاسد، بې کفایته، قبیلوي، ډلباز، وحشي او منفور دی. د افغان ځواکونو لیکې په خیالي سرتېرو ډکې دي. د نشه يي توکو تولید مخ پر ډېرېدو دی. د افغانانو وفاداري محدوده ده، ملي نه ده. دوی یوازې د بهرني اشغال پر وړاندې متحد دي)).
واشنګټن ټایمز وايي، روسیه او چین د امریکا د کمزوري کولو لپاره د شمالي ویتنام په څېر، د طالبانو ملاتړ کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، افغان جګړه د ویتنام په څېر د بري چانس نه لري او تر ۱۶ کاله جګړې وروسته لا هم د سمڅې په پای کې رڼا نه لیدل کیږي.
ورځپاڼه لیکي: (( افغانستان د یوه عادي امریکايي پوځي د هډوکو ارزښت نه لري. زموږ د وسله والو ځواکونو راوتل به امریکا له خطر سره مخ نه کړي. که ټرمپ په افغانستان کې زموږ ښکېلتیا پای ته ورسوي، هغه به د سولې نوبل جایزې مستحق شي، نه لکه د اوباما د ۲۰۰۹ کال جایزه چې په سوله یې ملنډې ووهلې)).
واشنګټن ټایمز داسې مهال افغان حکومت فاسد، بې کفایته او منفور ګڼي، چې د کړکېچ نړیوالې ډلې هم په خپل وروستي رپوټ کې د ملي یووالي حکومت په فساد، خپلوۍ پالنې، قومي وېش او په امنیتي او نورو برخو کې پر ډلبازیو تورن کړی دی.