پاپ د امریکا له لوري د بمونو مور پر کارونې نیوکه وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د امریکا د تر ټولو ستر نااټومي بم پر نامه چې د (بمونو مور) یې بولي، سخته نیوکه کړې ده.
پاپ چې په واتیکان کې يې د محصلانو یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل، د بمونو مور د نوم په اورېدو ډېر شرمېدلی دی. هغه وویل:«مور ژوند ور کوي، خو د بمونو مور ژوند اخلي، رښتیا ولې دغسې یو نوم؟»
د پاپ فرانسيس نیوکې په داسې مهال دي چې پتېیل شوې، ډونلډ ټرمپ په خپل لومړني بهرني سفر کې له عربستان او اسراییلو وروسته واتیکان ته لاړ او ښايي د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره هم وګوري.
پاپ فرانسیس تر دې وړاندې هم د امریکا له خوا له مکسیکو سره پر ګډه پوله له دېوال جوړولو سره مخالفت کړی و.
یاد ۹۸۰۰ کیلويي بم چې امريکايي ځواکونو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو پر پټنځایونو وکاراوه، اصلي نوم یې (جي‌بي‌يو‌۴۳‌بي) دی چې د (زیاتې ویجاړتیا هوايي بم) معنا ورکوي، خو اوس د (بمونو مور) په نامه یادېږي.
یاد بم لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې ازمویل شوی و، خو بیا په هیڅ جګړه کې رسماً نه و کارول شوی.