
نايجیريا وايي، د ښوونځي تر ٢٠٠ د زياتو زده کوونکو نجونو له جملې چې بوکو حرام سخت دريځې ډلې په ٢٠١٤ میلادي کال کې تښتولې وې، ٨٢ تنه يې د دې ډلې د ځينو مشکوکو غړو د ازادۍ په بدل کې له بنده خوشې شوې دي.
د نايجیريا د حکومت هغه اعلاميه چې پرون خپره شوې، د چيبوک ښوونځي د زده کوونکو نجونو د خوشې کېدو اول رسمي تائيد دى. راپورونه وايي چې دغه نجونې پرون خوشې شوې دي.
په اعلاميه کې نه دي ويل شوي چې د دغو نجونو د خوشې کېدو په بدل کې د بوکو حرام ډلې څو تنه غړي خوشې شوې دي.
د نايجريا چارواکي وايي، د سويس حکومت او د سره صليب نړيوالې کمېټې له بوکو حرام ډلې سره په مذاکرو کې همکاري وکړه.
دغه خوشې شوې نجونې د ٢ سوه شپږ اويا ښځينه زده کوونکو په ډله کې شاملې وې چې په القاعده پورې تړلې سخت دريځې ډلې بوکو حرام د ٢٠١٤ میلادي کال په اپرېل مياشت کې له يوه دولتي ښوونځي څخه وتښتولې.
۵۷ نجونې توانېدلې وې تر هغه ډله ييز اختطاف څو مياشتې وروسته وتښتي، ١٢ تنه نورې له ٢٠١٦ میلادي کال راوروسته خوشې کړاى شوې او څو تنه نورې هم په تېښته بريالۍ شوې وې، خو ١١٣ تنه نورې نجونې لا هم نهدي خوشې شوي.
د یادونې وړ ده چې بوکو حرام اوسمهال خپل بیعت له داعش سره کړی دی.