د کونړ سفر
د دوه زره نهه ویشتم کال د اپریل شلمه نیټه وه سید اصف هاشمي په دوهم ځل د ولسمشرۍ ټاکنو ته بریالی شوی وه او دوه ورځې مخکې زموږ له تګ یې لوړه کړې وه. زه د لوړو زده کړو له وزیر صیب ننګیالي باز او ورسره پلاوي په ملتیا په یو سفر د کونړ پیچ درې ولسوالي ته لاړم. د سفر موخه مو د کونړ په ننګلام کې د سید جمال دین افغان نړیوال زراعتي پوهنتون پرانیسته وه.
سهار وختي وه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه مو د اسد اباد هوایي شرکت په یوه چورلکه کې الوتنه وکړه. د لغمان او ننګرهار په اسمان تیر شوو او کونړ ته ورسیدو، د کونړ سیند مست بهیدلو له خپلو هیوادوالو یې مننه کوله اوس یې بغاوت نه کولو د خلکو په کورونو نه ورختلو څوک یې نه ډوبولځکه چې غصه یې سړه شوې وه. د کونړ په سیند لوی لوی بندونه جوړ شوي وو د ختیځ ټولې سیمې یې خړوبولی پټي له شنو سبزیو ډک وه اوبه خور یې په عصري ډول جوړ شوي وه ، د برق له برکته هر کور او هر اطاق یې رڼا کړی وه د کونړ سیند څه غوښتل همدا یې غوښتل.
د سهار لمر په ختو وه چې کونړ ته ورسیدو، د کونړ والي حنیف الله سادات هوایي ډګر داسې سینګار کړی وه ته به وایې چې له کوم بهرني هیواد څخه ورا راروانه ده. سادات صیب او د ولایت معاون مسیح الله غالب د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریس ابراهیم مومند د چورلکې تر دروازې ځانونه رارسولي وه دواړو تورې دریشي اغوستې وي تورې عینکې یې په سترګو وې دواړو یو ډول سرې نیکټایي یې تړلې وې داسې مالومیدل ته یه وایي چې تازه خلقیانو کودتا کړې او د خوښي له امله یې سرې نیکټایي تړلې دي. ډیر په مینه یې روغبرړ له ټولو میلمنو سره وکړ او موټرو ته پورته شوو. د ولایت په مقام کې مو سهارنی ناشته وکړه له جلال اباد او لغمان څخه راغلي میلمنو هر یو سمیع الله جبارخیل د معدن دریس عزیز الرحمن شمشاد د ایسا ریس سمیع نیازی د جلال اباد ښاروال سره یو ځای شوو او بیا د پیچ درې په لوري وخوځیدو.
زه او وزیر صیب باز له سادات صیب سره موټر ته وختو، وزیر صیب چې ډیر ټوکي او طبیعتی انسان وه په سادات صیب مسخری کولې باز صسی د تحصیل په دوره کې ډیر چاغ وه سادات صیب به په باز صیب نخرې کولې کله، کله خو به یې لاس هم سره واچولو، ما د پیچ درې له سیند نه خوند اخیستلو. یو وخت چی مې همدې سیمه کې له یو ساختماني شرکت سره کار کولو له هغه وخته سیمه کې ډیر توپیر راغلی وه پخوا به چې له اسد اباد ووتلې او پیچ درې ته به ننوتلې د سیند پورې غاړه غرونه به مالومیدل کورونه به مالومیدل خو اوس داسې نه وه د کونړ نښتر بیرته کینول شوي وه د سرک له غاړې پرته د زیاتو ونو له امله هیڅ نه ښکاريدل. سرک ډیر په اساسي ډول جوړ شوی وه د سرک غاړې ښکلې شنې شوې وې هغه مخکینی کونړ نه وه کوم چې ما په دوه زره اتم کال کې لیدلی وه. ډلې، ډلې ماشومان د ښوونځیو په لوري روان وه د سرک غاړو ته یې کتارونه جوړ کړي وه.
له نیم ساعت مزل وروسته ننګلام ته ورسیدو داسې مې انګیرله چې پنځه ثانیې نه دي وتلې منظرې بېل کیف لرلو له هر څه مې خوند اخیستلو په تیر وخت پښیمانه وم ځان سره مې ویلې چې کاش په اوس وختونو کې زلمی شوی وای نو د وطن له طبیعت او سوکالي به مې څومره خوند اخیستلی وه خو وخت تیر وه.
زموږ په ورتګ سره پوهنتون کې ټول ترتیبات نیولی شوي وه بهرني میلمانه هم راغلي وه مرکزي خو د مرکزي اسیا هیوادونو خلک مې ډیر تر سترګو کیدل د سیمې خلکو په زیاته اندازه ګډون کړی وه زموږ د ښه راغلاست لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وه ښکلي ګلالي ماشومانو سیمه ییزې جامې اغوستې وي او لاسونه یې راکول. د غونډې تر شروع کیدو مخکې ملي سرود وغږول شو پورې وورې غرونه کې یې انګازې کولې د ناشناس صیب غږ به چې ختم شو غرونه به هم پسې وویل هر بچې یې قهرمان دی، دا عزت د هر افغان دی. لومړی ځل وه چې ما دې غرونو خبرې واوریدلې چې افغان ته یې قهرمان وویل ، افغان ته یې د سولې کور وویلې . تر ټولو خوندوره یې لا دا وه چې د ملي سرود د اوریدلو په وخت کې مې هیڅ داسې کس تر سترګو نه شو چې د ملي سرود د غږیدلو په وخت کې د ناست وي.
غونډه د اجنډا مطابق مخکې روانه وه په اخر کې د پوهنتون د پرانستې پټۍ پرې شوه. د مازدیګر مهال وه د ننګلام غرونو ته وختلو هلته مو ښه زیات سیلفي تصویرونه واخیستل او غرونو کې مو چکر ووهلو. د ننګلام په غرونو کې لوی لوی سرکونه تیر شوي وه او ښکلې ښکلې ودانۍ پکې جوړې شوې وې، کافي شاپونه پکې جوړ شوي وه بهرني سیلانیان مې په زیات شمیر کې ولیدل چې سیمې ته د ساعتیرۍ لپاره راغلي وه.
ماښام ناوخته بیرته د اسد اباد په لوري وخوځیدلو سادات صیب د شپې په مهال د محلي موسیقي پروګرام چمتو کړی وه انعام الله داودزی هم له ننګرهاره ناوخته رارسیدلی وه چې هغه وخت د ننګرهار د ستر کانال ریس وه او د کانال په ټپه دریدلې پروژه یې په پښو درولې وه. باز صیب او داودزی صیب چې د پوهنتون دوره کې ډیر نزدې ملګري وه دې داودزي صیب په ناوخته راتګ سور او شین شو داودزی صیب پوهه شو چې وزیر صیب په غصه دی ورته خو داودزي صیب خبره وړاندې کړه د ناوختي علت یې هم ورته وښودلو چې بټي کوټ کې د نوي کانال د پرانیستي غوندې ته تللی ومه خو بیا هم چې ستاسې له راتګ خبر ومه ځان مې درته راورسولو.
د شپې مهال مو له ټولو ملګرو سره خوږ مجلس وکړ ډیری ملګرو مو کلونه مخکې یو له بل سره لیدلي وه چې کلونه پس مو کونړ کې له یو بل سره ولیدل.
مجازي خاطرې
کفیل نیازی
2017/10/04
د خوست سفر
د مارچ او اپریلمیاشتو کې واشنګټن کې تیز لمر شروع شي د اوړي هوا وزرې وغوړوي سړي او ښځې یې داسې لباس اغوندي کوم چې د افغانستان خلک یې د امریکا د خلکو په اړه سوچ کوي. ترورزي مې شاه محمد راته ایمل کړی وه چې د ورور تاج محمد واده ده او بلنه یې راکړی وه. زما هم تقریبا یو نیم کال وتلی وه چې کور ته نه وم راغلی نو زما لپاره هم ښه پلمه وه چې وطن ته راشمه.
هغه وخت واشنګټن کې د افغانستان سفیر ښاغلی خالد خوګیاڼي وه وړاندیز مې ورته ولیکلو او د تجارت د اتشې سرپرست مې ښاغلی نجیب الرحمن احمدزی ورته وټاکه.د سفیر صیب دروازه مې ټک، ټک کړه او د ورننوتلو اجازه مې وغوښته. سفیر په خپله چوکۍ ناست وه رومانیایي سکرتره یې هم تر څنګ چوکۍ کې ناسته وه لږ راته تروش غوندې شو ویې ویل یو خو ستا کارونه بیخي زیات دي راوړه څه خبره ده چې داسې بیړه کې یې . ورته مې وویل چې څه خبره نشته وطن ته روان یمه رخصتي مې ومنۍ او بس. سفیر بله کیسه ونکړه زر یې غوښتنه راته لاسلیک کړ خو دا یې راته وویل چې له خوست نه به سینځلې خامخا راوړې.
که څه هم نجیب الرحمن احمدزی زما په تګ خوښ نه او علت یې هم زما ځان ته سفر وه غوښتل یې چې زما سره یو ځای وطن ته لاړ شي خو بیا مې په د رضا کړ چې ته راپسې راشه او له وطنه به بیرته یو ځای راشو دده پاتې کیدل ځکه اړین وه چې هغه وخت زموږ یو تن هیوادوال محیب الرحمن انصار د غزني د اندړو څخه راغلی وه او غوښتل یې چې د ماکډونال جواز واخلي. د جواز اخیستلو چارې پوره نه وې بشپړې شوې نجیب الرحمن احمدزي ته مې لارښوونه وکړه چې چارې یې چټکې کړي او زر تر زره مکډونال باید کابل ته ورسول شي.
ما هم ځان تیار کړد سفر بستره مې وتړله تر خوست پورې مې ټول ټکټونه مخکې له مخکې وکړل. لومړۍ ترکیې او بیا هم کابل ته د پرواز مسیر وه. د سهار لس بجې وې د چې د کابل هوایي ډګر کې ښکته شوم. د کابل هوایي ډګر کې ارامه فضا وه مامورینو د خلکو کارونه داسې زر، زر خلاصول ته به وایې چې دولت ددې کار اضافه کاري ورکوي.
هغه وخت ډاکټر نجیب الله لس ورځې میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ لوړه کړې وه په ټاکنو کې یې ګلبدین حکمتیار، نورمحمد تره کي او صبغت الله مجددي ته ماتې ورکړې وه. د کابل ښار په ښکلو بیراغونو پوښل شوی وه د کابل سیند مست بهیدلو بهرني سیلانیان په ښار کې بیخي زیات مالومیدل د خلکو د خبرو رویه دومره نرمه وه چې له چا سره ناستي او خبرو خوند اخیستل کیدلو. خلک خوشال مالومیدل. خلک غریب وه خو نیتونه لوړ وه. خلکو د اوسیدو لپاره کورونه نه لرل خو زړونه یې لوی، لوی کورونه وه. خلکو په عبس خبرو څه چې په لویو لویو مسالو هم څوک نه وژل ځکه چې چا ټوپک نه لرلو. خلکو کرکیله کوله مالداري یې ساتله او په هغه څه یې قناعت کولو چې تر لاسه کول یې.
د هوایي ډګر له دروازې راووتم د عامې روغتیا څلور لارې کې میټرو ته وختم. هغه وخت د خوست موټرو تم ځای، د میټرو تم ځای او د اورګاډي مرکز په سقاوې دشته کې وه. په میټرو کې تر سقاوې دشتې لاړم او بیا د خوست اورګاډي ته پورته شوم.
د غرمې پوره یوولس بجې وې چې اورګاډي حرکت پیل کړ. په قندهاري پل ، واغجان او پل علم کې یوازې درې دقیقه دمه کیدله چې تازه سوارلي وخیږوي او نوره ښکته کړي. د تیرې کنډاو کې اورګاډي لکه ښامار داسې تاویدلو د غرونو په سرونه لا واورې نه ویلې شوې چې خوندوره منظره یې جوړوله. هغه شپو ورځو کې د استاذ ګل زمان سندره ؛ بي بي شرینې زیړې ګلې ؛ تازه مارکیټ ته راغلې وه کله کله به د اورګاډي په لاډسپیکر کې چالان شوه چې ډیره مزه یې کوله د هر مسافر وطن ته په راتګ یې زړه خوشالولو. امریکا کې مې د نورمحمد ترکي ناول ( دبنګ مسافر) تر نیمایي لوستلی وه په اورګادي کې یې لوستلو بیا بیل کیف لرلو تر خوست پورې مې ایله درې فصله نور ولوستلو ځکه چې ما منظرې مې زیات خوند اخیستلو.
اورګاډي کې د افغانانو په شمول زیات شمیر بهرني سیلانیان هم شامل وه. کله به چې اورګاډی د موټرو کوم سرک ته نزدې شو د کوچیانو کتارونه به ښکاره شول چې له خوست څخه پکتیا، لوګر او شمالي ته کډه کیدل. کوچني ماشومان به یې د اوښانو په وریو کې تړلي وه ښځې او پیغلې به د میږو سره یو ځای روانې وې د لارې په اوږدو کې به یې کله، کله یوه نیمه غرنۍ سندره هم کوله. بهرني سیلانیانو به د اورګاډي له کړکیو لینز لرونکې کامرې وویستلې د سیمې له زړه راښکونکو سیمو به یې تصویرونه اخیستل.
د غرمې دولس بجې وې چې د سټو کنډاو لاندې د غلګۍ سیمې ته ورسیدو. غلګۍ کې د اورګاډي ستر تم ځای وه چې د لویې پکتیا ټول اورګاډي به دلته دریدل او د سپرلیو تبدیلي به کیدله. غرمني مو په غلګۍ کې وکړه. سټو کنډاو کې لوړ، لوړ نښترونه ولاړ وه ښایسته ودانۍ پکې جوړې شوي وې له روغتون نیولې تر ښوونځي او ښکلي پارکونه پکې جوړ شوي وه، د ژوند هره اسانتیا پکې موجوده وه.
له نیم ساعت تم کیدلو وروسته د خوست په لوري روان شوو. لاره کې د ځدراڼو سیمې ډیره ښکلې منظره لرله. په ګرده څیړۍ کې د باچاخان ځدراڼ پوهنتون ښکلې او زړه راښکونکې ودانۍ مې له سترګو شوه چې کال وړاندې جوړه شوې وه. د پوهنتون په وداني د ځدراڼ صیب لوی تصویر لګیدلی وه. تصویر کې له ورایه ښکاریدلو چې ځدراڼ صیب د واسکټ لاندې توپانچه نه وه تړلې. اورګاډي ودریدلو محصلان اورګاډي ته راپورته شول دوی ښکلې دریشي اغوستې وې محصلې نجونې په خپلو مشخصو سیټونو کیناستلی او هلکان په خپلو مشخصو سیټونو کیناستل. دوی شور نه کولو څوک یې نه تکلیفول زیات محصلین مې ولیدل چې کتاب او یا هم ورځپاڼه به یې لوستله او یا یې هم په غوږونو کې موسیقي اوریدله. محصلین ځینې یې لاره کې ښکته کیدل او ځینې یې تر خوست راتلل.
د خوست ښاروال شفیع الله تڼی زما له راتګ خبر شوی وه د اورګاډی تر تم ځایه راغلی وه ګلان یې راوړي وه چې په راتګ یې زیات خوشاله کړمه. تڼي صیب مې ځان سره کړ او کور ته لاړو. زموږ کور د خوست پوهنتون شاته د څړبن سیمه کې وه. د خوست پوهنتون د سیمې په کچه یو ستر پوهنتون وه او هغه وخت یې دوه سوه زره محصلین چې مختلفو هیوادونو وه زده کړې کولې. د شپی مهال د خوست د پوهنتون ریس قادر جمیل ځدراڼ، د خوست والي همایون مندوزی چې ټول مې د پوهنتون د دورې ملګري وه پوښتنې ته راغلي وه چې ډیر یو خوندو مجلس مو وکړ. د ویده کیدو په وخت کې مې ټولو ملګرو ته وویل چې زه سبا نه بله ورځ د علي شیرو ولسوالي ته ځمه سبا ته باید استراحت وکړمه چې بله ورځ مې د ترورزي واده مې دی که کارونه مو نه وي د کوچیانو وادونه به ووینۍ خو هر یوه یې مصروفیت په ګوته کړ او له تګه یی ډډه وکړه.
په دوهمه ورځ ما هم وطني جامې واغوستلې چې ورور مې تر راتګ مخکې راته ګنډلې وې سبا سهار د علي شیرو ولسوالۍ ته لاړم. هغه وخت له خوست څخه علي شیرو ولسوال ته د میټرو په جوړولو کار روان وه چې تقریبا پنځوس سلنه کار یې شوی وه. زه مې د ماما زامنو هر یو مومن خان، باچا خان او مبارز خان سره یو ځای لاړم چې بیا د لکڼو په سیمه کې د ترورزیو سیداجان ارماني او سیف الله افغان سره یو ځای شوو هغوي هم راسره مل شول.
واده ته په زیات شمیر کلیوال او ملګري راغلي وه. شاه محمد زموږ د ښه راغلاست لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي وه. د کوچیانو لوی، لوی ډلونه وهل کیدل کلیوالو ډول ته څڼې غورځولې او خړ ګردونه له میدانه بورته کیدل. جاوید امرخیل چې تازه یې سندرې پیل کړې وې ( وه وزیره جیګ شه زلزله دې) سندره په لاوډسپیکر کې زمزمه کوله، موږ یې هم په زور اتڼ ته ورګد کړلو چې زښت زیات خوند یې وکړ.
ورځ مو له شاه محمد سره تیره کړه د شپې یې خوندر پروګرام جوړ کړی. سهار وختي د تیریزیو سیمي ته لاړلو ښې چکرې مو ووهلې د علي شیرو ولسوالۍ کې په پوره ډاډ ګرځیدلو سرکونه پاخه وه د امن فضا وه چا ته د شکمن په سترګه نه کتل کیدل د میلمه زیات قدر کیدلو د خلکو تر منځ مینه وه او خلوص وه. د بیلاووټ باغ چې په سیمه کې ښه نوم لري ډیر یو ښکلی پارک پکې جوړ شوی وه د خوست د کرنې ریس نقیب الله مندوزي د کار او هڅو په پایلو کې د بیلاووټ باغ د سیاحت لپاره نوم پیدا کړی وه تحقیقاتي فارمونه پکې جوړ شوي د ولسوالي د کرنې ریاست ټیم ټول هلته موجود وه زه یې لیدو ته ورغلمه له ټولو سره مې روغبړ وکړ یو وخت وه چې د خوست د کرنې ریاست د مالی او اداري چارو مدیریت مې مخ ته وړلو زما ورتګ دوی هک حیران کړل بیا مو له یو بل سره ډیرې کیسې وکړې خاطرې مو یادي کړې. مازدیګر مهال بیرته د خوست ښار ته راغلو په ښار کې وګرځیدلو له پخوانیو ملګرو سره مو ولیدل چې زیاته مینه یې راکړه.
یوه اونۍ مې خوست کې تیره کړه منظرې مو وکړې د خپلو خپلوانو کورونو ته لاړم خوست ډیر ښکلی وه. ښار ډیر ښکلی شوی وه د خلکو په ژوند کې تغیر راغلی وه لوړې ودانۍ پکې جوړې وې ځوانان به ډلې ډلی پوهنتون ته روان وه ماشومان به ښونځیو ته روان وه مدرسې فعاله وې دیني عالمان سیاست کې نه غږیدل یوازی ممبر د دوی ځای وه او په همدې وجه یې په خلکو کې زیات رسوخ موندلی وه.
له یوې اونۍ تیرولو بیرته کابل ته راغلم نجیب رحمن احمدزی هم درې ورځې وړاندې راغلی وه د مکډونال د جواز اخیستلو زیری یې هم راباندې وکړ په شریني کې مې ورته وویل چې واشنګټن ته لاړ شو په واشنګټن پیمز کې به درباندې مکډونال خورمه. درې شپې مې نورې کابل کې له نجیب رحمن احمدزي سره تیرې کړې او بیا بیرته د واشنګټن په لوري وخوځیدلو.
کفیل نیازی
مجازي خاطرې
2017/11/04
د کرکټ نړیوال جام پایلوبې سیالي افغانستان کې
په ۱۹۹۹ کې افغانستان د کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته ووتلو، پایلوبه د استرالیا په وړاندې ترسره کیده استرالیا تیرې دوه پایلوبې هم ګټلې وې. د کرکټ د نړیوالې شورا د پریکړې له مخې فیصله شوې وه چې پایلوبه به افغانستان کې کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ د اریوب نړیوال لوبغالی انتخاب کړی وه چې پایلوبه به هلته کیږي. ځاځ اریوب کې د پایلوبې کولو څخه دوه هدفه وه یو دا چې د اوړي لومړۍ میاشت وه ځاځي اریوب کې هوا معتدله وه دوهم هدف دا وه چې د ځاځي اریوب د نړۍ خلک له نزدې وویني او په راتلونکې کې موږ ددې سیمې لپاره نړیوال سیلانیان پیدا کړو او خلکو ته وښیو چې زموږ لرې پرتې سیمې له امن ډکې دي او په راتلو به یې څوک پښیمانه نه شي. چې په دې سره به د سیمې خلکو لپاره د کاروبار زمینه برابره شي او هم به سیمه د یو ښه نوم د پیدا کولو لپاره د بحث موضوع وګرځي او بل دا چې نړیوال سوداګر به هلته پانګونه وکړي.
هغه وخت د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وه چا چې د افغانستان په نوم ډیرې پایلوبې خپلې کړې وې او یوازینی ارزو یې د نړیوال جام د پایلوبې خپلول وه او غوښتل یې چې له هغه وروسته له کرکټ سره تل تر تله خدای پاماني وکړي. نوروز منګل بخت لرلو چې پایلوبه افغانستان کې کیدله په کرکټ کې د وړتیا سره سره د مینوال تشویق هغه هستي ده چې ځینې وخت تکړه حریف هم له منځه وړلی شي. نوروز منګل هم وړتیا لرله او هم مینوال هم خپله خاوره هم خپل اختیار یوازې د لوبې شروع کیدو ته انتظار وه.
کرکټ بورډ تصمیم ونیولو چې نړیوال لوبغاړي باید یوه ورځ مخکې سیمې ته ورسول شي او ټول لوبغاړي په نسیم څمکني پنځه ستوریز رستورانت کې پاتې شي. او دوی ټول د ځمکې له لارې په بسونو کې انتقال شي په لاره کې د تاریخي سیمو څخه هم لیدنه وکړي. د لوبې نندارې ته د مختلفو هیوادونو څخه لوړ پوړي دولتي چارواکي د کرکټ بورډ ریسان پخواني لوبغاړي هم دعوت شوي وه.
تاج ملوک عالم د کرکټ بورډ ریس وه. هغه وخت زه د میس عینک زون د کرکټ ریس ومه. امر یې وکړ چې ټول د هوا له لارې ځو چې سیمې ته له ټولو مخکې ورسیږو او هر څه چې تیار شوي دي له نزدې څخه ووینو. تاج ملوک عالم د پلاوي په ملتیا ټول د هوا له لوري ځاځي اریوب ته لاړو. د ځاځي اریوب ولسوال نصیب پکتیا وال او د امنیې قومندان شفیع الله ځدراڼ د ښه راغلاست په موخه هوایي ډګر ته زموږ مخې ته راغلي وه. دواړو ډیر په درنښت له میلمنو سره ستړې مشې وکړه او بیا یې لارښونه وکړه چې لومړي میلمستون ته ځو اوبیا به مازدیګر د لوبغالی لیدو ته ځو.
نصیب پکتیاوال او شفیع الله ځدراڼ موټرو ته پورته شول او موږ هم ورپسې له هوایي ډګره ووتلو زه له له ریس تاج ملوک سره موټر ته پورته شوم. ځاځي اریوب ته دا زما لومړنی سفر وه. له هوایي ډګر ووتلو د ولسوالي ښار ته ننوتلو د ښاروالۍ ښار ډیر پراخ مالومیدلو طبیعي ښکلا دومره زیاته وه چې د په لاس جوړې شوې ودانۍ بیخي د چا د سترګو تر کونج هم نه کیدلې. ښار په رنګا رنګ بیراغونو پوښل شوی وه د لوبغاړولوی لوی تصویرونه لګول شوي وه. ریس صیب چې طبیعي منطرې لیدلې له هوایي ډګر څخه تر میلمستون پورې یې سبحان الله او الحمدالله ویلې.
میلمنو ته ښه راغلاست په څو ژبو لیکل شوی وه د مختلفو هیوادونو بیرغونو د سرکونو په منځ کې ځوړند شوي وه. له تیاریانو داسې مالومیده چې د سیمې خلک ددې لویې نندارې ته زیات خوشاله دي اوپوره تیاري ورته نیول شوې وه.
لومړۍ میلمستون ته لاړو هلته مو دمه وکړه. نصیب پکتیاوال د خبرو موقع واخیسته ټولو میلمنو ته یې وویل د ډوډۍ ترتیب ټول قومندان صیب شفیع الله ځدراڼ نیولی زه پکې هیڅ رول نه لرم ځکه چې دا حق یې له ما څخه په زور واخیتسلو. ځدراڼ صیب دوه ډوله خوراک تیار کړی دی یو یې سیمه ییز خوراک ډنډکی دی او بل هغه خوراک چې موږ ټول یې پیزنو د هر چا ذوق دی چې کوم شي ته یې زړه کیږي.
ریس صیب ماته د سترګو په کونج کې را وکتل او بیا یې ورو، ورو راته وویل ډنډکی، ډنډکی. زه پوهه شوم چې د ریس صیب څه وایي. ما د ډڼډکي فرمایش ورکړ او ورته مې وویل چې د قروتو له پاسه ښه ګرم غوړي واچوي. ځدراڼ صیب هم زما د امر مطابق عمل وکړ. ډوډۍ ډیره مزه وکړه په اخر کې ریس صیب یوه قوي دعا وکړه او له ټولو یې مننه وکړه چا چې د ډوډۍ په پخولو کې مرسته کړې وه.
مازدیګر مهال د لوبغالي لیدو ته ولاړو. دا نو زما په زوند کې بیخي د حیراني ورځ وه کله چې لوبغالي ته ښکته شوم او پورته فضا مې وکتله په د نه پوهیدم چې زه چیرته یمه. موږ ته به ریس صیب کله کله د جنت بیان کولو حیران شومه چې مړ یمه او جنت کې یمه دا ډنډکی هر څه د جنت خواړه وه او دا ښکلې هوا او دا طبیعت جنت الفردوس دی. زه په سوچونو کې تللی وم ریس صیب په مټ ووهلم څه در وشول لوبغالی وګوره ما ورته وویل ریس صیب تا چې د جنت په اړه څه ویل بلکل رښتیا دي ښه شوه چې دوزخ ته نه یو تللي. ریس صیب په غصه شو ویښ شه ویده یې ځاځې اریوب کې یې اریوب نړیوال لوبغالي کې ولاړ یې جنت ته تګ داسې اسانه ده. زر، زر نوټ واخله چې ماښام ته له مطبوعاتو سره کنفرانس لرو.
د ولسوالۍ د بازار ټول هوټلونه ډک شوي وه له مختلفو ولایتونو څخه او د ګڼو هیوادونو څخه مینوال د لوبې نندارې ته راغلي وه. ځینې خلک خو لا څو ورځې دمخه ځاځي اریوب ته راغلي وه. ځینو کسانو له ځانونو سره کوچنۍ خیمې راوړې وې له فامیلونو سره راغلي وه له خیمو به د ماشومانو شور اوریدل کیده. د شپې مهال ښار داسې رڼا کوله ته به وایي د سهار لمر راختلی دی. ښار کې بریښنایي ګروپونه ځای په ځای لګیدلي وه.
ماښام ناوخته په نسیم څمکني پنځه ستوریز هوټل کې کنفرانس جوړ شو ریس د سبانۍ لوبې په اړه مالومات ورکړل د هر ډول ستونزې په وړاندې د تیاري خبر یې ورکړ. ورپسې د لوبډلو لوبډلمشرانو خبرې وکړې د استرالیا لوبډلمشر سټیو واګو په د خوښي څرګنده کړه چې پایلوبه افغانستان کې کیږي. بیا یې له نوروز منګل ځانګړې مننه وکړه چې ما ته یې دیر ډاډ راکړ چې هیڅ ډول ستونزه نشته او له سفر څخه به خوند واخلي. د منګل صیب خبرې واقعیت وه موږ چې له کابل څخه راتللو لوګر کې د محمدنبي کلي اوچکانو ته لاړو هلته مو سیمه ییز خواړه وخوړل د کلي د جومات ملا امام موږ ټولو ته سیمه ییزې لونګۍ را په سر کړلې د کلي د خلکو مینې دومره خوشاله کړو چې زه به له لوبې وروسته د افغانستان ډیرو سیمو ته ځمه کله چې استرالیا ته ولاړم د استرالیا خلکو ته به وایمه چې یو ځل په زوند کې حتما افغانستان ته لاړ شي. تر ټولو د خوښۍ ځای دا وه چې هلته مې د یو تن مینوال سلطان احمدزي سره ولیدل ده ماته یوه تحفه جوړه کړې وه خو دا فکر یې کله هم نه کولو چې دا به ما ته ورسوي. زموږ ورتګ دده لپاره د تعجب وړ وه. د لوبې لپاره موږ پوره تیاري نیولې ده که څه هم موږ دلته میلمانه یو خو بیا هم کرکټ یوه لوبه ده زه څه نه شم ویلی چې لوبغاړي به څه ډول پریکړه کوي.
نوروز منګل هم ډاډ ورکړ د استرالیا ټیم ته یې لومړی ښه راغلاست وویلې او ويې ویل چې لوبه مهمه ده د نړیوال جام پایلوبه ده کومه وړه لوبه نه ده موږ ټول ټیم اماده یو چې ښه لوبه ترسره کړو تر ټولو دمخه د کرکټ نړیوالې شورا نه مننه کوم چې پایلوبه افغانستان کې کوي.
سبا سهار نهه بجې لو لوبډلمشران لوبغالي ته ښکته شول پچه واچول شوه. پچه افغانستان وګټله خو د بیټ کولو پریکړه یې استرالیا ته ورکړه. ځاځي اریوب د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ننداره کیدلو هیوادوالو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د لوبې نداره کوله. د دواړو هیوادونو ملي سرود وغږول شول چې زښت زیات د خلکو د خوښۍ سبب وګرځیده.
د استرالیا دوه لوبغاړي لوبغالي ته ښکته شول. د لوبې لومړي اور ته شاپور ځدراڼ راغی د شاپور جیګ قد، اوږده ګامونه او لوی ویښتان د اریوب په نړیوال لوبغالي کې به چې کله منډه شروع کړه او د اتڼ لوی لوی ډلونه به ورسره بدرګه شول شاپور په توپ واچولو د استرالیايي لوبغاړو تر سترګو به داسې تیر شه لکه د ښکاري غشي. تر لسو اورونو پورې یې د افغانستان توپ اچونکي دولت احمدزی او ریس احمدزی او شاپور درې واړه ښه وټکول. له لسو اورونو وروسته کله چې محمد نبيتوپ اچونې ته راغی د استرالیا ویکټو سر وکړ تر دیرشم اور پورې شپږ ویکتې لاړې. شینواري هم ښکلي توپ اچونه وکړه دوه لوبغاړي یې وسوځول.
د لوبې وروستی اور شو اته لوبغاړي سوځیدلي وه درې سوه نولس منډې شوې وې. د وورستي اور لپاره محمد نبي راغي په دوهم او دریم توپ یې دواړه لوبغاړي وسوځول افغانستان ته یې درې سوه یوویشت هدف کیښوده.
له پنځوسو دقیقو وقفې وروسته چې غرمنۍ پکې وشوه او د ماسپښین لمونځ هم وشو، افغان لوبغاړي لوبې ته راښکته شول. کریم صادق او محمد شهزاد تر لسو اورونو پورې خوندوره لوبه وکړه چې مینوالو ترې هم زیات خوند واخیستلو. کریم صادق ټول ټال شپږ شپیته منډې او محمد شهزاد شپږ څلویښت منډې وکړې. د لوبې تر څلویښتم اور پورې دوه سوه پنځوس منډې وشوې او شپږ ویکټې له منځه لاړې په د وخت کې افغانستان هیڅ کوم بیټ سمین نه لرلو یوازې حمید حسن ، شاپور ځدراڼ او هستي ګل عابد پاتې وه. ریس احمدزی او دولت احمدزی بیټ ته ولاړ وه وه چې یوازځې دفاعي لوبه یې کوله.
لوبه حساسو شیبو ته ورسیده د خلکو شور کم شو یواځې د بایللو او وروستي توپ ته انتظار وه چې وشي. تر پنځه څلویښتم اور پورې دوه سوه اتیا منډې وشوې او ریس احمدزي هم خپله ویکټه له لاسه ورکړه. پنځه اوره پاتې وه او شپیته منډو ته ضرورت وه حمید حسن بیټ کولو ته ښکته شوو دې دوو اورونو په لوبولو سره یې دوولس منډې وکړې او وسوځیدو. ورپسې هستي ګل عابد ښکته شو له دولت احمدزي سره یې یو ځای لویه شروع کړه.
دولت احمدزي هستي ګل عابد ته وویل چې تکړه نه شې لوبه نه کیږي زما خو له وسه تیره ده، او دا راته ووایه چې کوچ څه پیغام رالیږلی دی؟ هستي ګل ورته وویل ته یې ماته لږ پریږده په قران که به دا کپ دوی له ما وړی وي د نر زامن یې بولم که له ځاځي اریوب راڅخه ووتل. کوچ راته وویل چې دولت د ویکټه ودروي او ته باید سکور پوره کړې.
لوبه د هستي ګل د توقع خلاف وشوه دولت احمدزي ویکټه له لاسه ورکړه او شاپور ځدران بیټ کولو ته راښکته شو. څلور اوره پاتې شول او څلویښت منډو ګټلو ته ضروت وه او وروستۍ وکټه وه.
شاپور او هستي ګل حوصله له لاسته ورنکړه لوبه یې مخته یووړه . وروستی اور وه او دولس منډو ته ضرورت وه. شاپور بیټ کولو ته ولاړ وه. لومړی توپ باندې هیڅ منډه ونه شوه. د خلکو شور بیخي کم شو لوبغالي کې خاموشي شوه استرالیایې مینوالو خوښي څرګندوله هستي ګل ډیر خپه شو. په دوهم توپ باندې شاپور یوه منډه ترلاسه کړه. د مینوالو یو څه هیله پیدا شوه. هستي ګل به لومړي توپ باندې شپږیزه ووهله په دې سره له لوبغالي یوه چیغه پورته شوه چې انګازې یې د ځاځي اریوب په غرونو کې تکرار کیدلې.
ورستي درېو توپونه او پنځه منډې ګټلو ته پاتې شوې. ما ریس صیب لیدلو چې تسپې یې اړولې او خولې پرې راماتې وې. څلورم توپ وغورځول شو هیح منډه ونه شوه ورپسې پنځم توپ وغورځول شو توپ
اچونکي د ایل بي ډبلیو سوځیدو غوښتنه وکړه لومړي لوبڅار د سوځیدو پریکړه ونه کړه دریم لوبڅار ته خبره لاړه. دریم لوبڅار لږ ځنډ وکړ په داسې وخت کې د تصمیم نیول رښتیا هم چې ډیر سخت وي. دریم لوبڅار بیا وخت وغوښتلو څو دقیقې په همدې تیرې شوې خو له ځنډ وروسته د لوبغالي په سکرین وښودل شول چې فیصله وشوه هستی ګل نه دی سوځیدلی.
شاپور او هستي ګل یو بل سره بږنیدل شاپور ورته لارښوونه کوله. په مینوالو خولې راماتې وې کله مې چې ریس صیب ته کتل چوکۍ یې خالي وه په خپل ځای نه وه. وروستی توپ او پنځه منډې پاتې وې هغه توپ چې د نړیوال جام د ګتلو پریکړه یې کوله.
استرالیایي لوبغاړي سټارک توپ ډیر تیز خوشی کړ د هستی ګال عابد په بیټ برابر شو یو توکلي شاټ ولګیدلو توپ بیخي زیات هوا ته پورته شو یو وخت ګورو چې توپ د استرالیایي لوبغاړي په لاسونو کې پریوتلو.
په دې سره د خلکو زړونه مات شول له خپلو چوکیو پورته شول هستي ګل هم په خپل ځای کیناستلو د خپګان اظهار یې وکړلو. یو څو شیبې خاموشي شوه. لوبڅار مخابره کې غوښتنه وکړه چې د لوبغاړي پښې وګوري چې د ډګر ساتني اطمینان ورکړي چې په کوم ځای کې قرار لري. لوبڅار ته وویل شول چې د لوبغاړي یوه پښه له بونډرۍ سره لګیدلې ده منډې شپږ کیږي او د لوبې د ګټلو پریکړه د افغانستان په ګټه تمامیږي.
لوبڅار د شپږيزې اشاره وکړه شاپور منډه کړه هستي ګل یې راجیګ کړ د لوبې مبارکي یې ورکړه خو هستي ګل ضعف کړی وه. ډاکټران لوبغالي ته ښکته شول هستي ګل ته یې اوبه او شربت ورکړل او د لوبې مبارکي یې ورکړه. څو شیبې ورسته هستي ګل په هوش راغی لوبغاړو په مټو کې ونیوه او له ځمکې یې پورته کړ په ټول لوبغاړي کې یې وګرځولو.
ما ریس صیب ولیدلو چې له ډیرې خوشالي یې ږیره له اوښکو ډکه وه او ورو، وره یې له ځان سره خندل. ما هم ورمنډه کړه د بریا مبارکي مې ورکړه.
د خوشالۍ لپاره مصنوعي ډزونه وشول د ولسوالۍ له قرارګاه څخه د توپ فایرونه وشول. د پریزینټیشن نه وروسته ټول میلمستون ته لاړو هلته یو ستر پروګرام جوړ شوی وه. اتڼونه وه ډلونه وهل کیدل د مطبوعاتو خلک راغلي وه له هر چا سره یې مرکې کولې هر لوبغاړي دومره خوشال وه چې د مرکو په وخت کې د هر یوه په خوله خندا خپره وه.
سبا سهار وختي د کابل په لوري مو حرکت وکړ او بیا مو کابل کې یو ستر جشن ونیولو چې د جمهور ریس ملا محمد عمر لخوا هر لوبغاړي ته یوه یوه رهایشي نمره، نغدي مرستې او یوه یوه عمره په تحفه کې ورکړل شوه.
کفیل نیازی
2017-04-12
وروستي