
د ایران دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې سعودي عربستان ته توند ګواښ کړی دی.
نوموړي د سعودي ولیعهد مرستیال هغو خبرو په ځواب کې چې جګړه به ایران ته انتقال کړي ویلي دي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې پرته به د سعودي د کوم جاهلانه اقدام په صورت کې د یاد هیواد هره سیمه په نښه کړي.
حسین دهقان د سعودي هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکي ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو سره مرسته کوي.
د سعودي ولیعهد مرستیال محمد بن سلمان پر ایران تور لګولی دی چې د اسلامي نړۍ د مشرۍ کوښښ کوي او ویلي یې دي چې موږ خبر یو د ایران حکومت هدف ګرځیدلي یو خو مخکې له دې چې دوی دغه جګړه سعودي ته انتقال کړي موږ به یې ایران ته یوسو.