
د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو کې امانویل ماکرون د لومړنیو پایلو له مخې ۶۵ سلنه رایې خپلې کړي دي او د دغه هیواد د ولسمشرۍ لپاره بریالی بلل شوی دی.
دغه ۳۹ کلن سیاستوال به په تېرو ۲۵۰ کلونو کې د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر وي.
نوموړي خپلې افراطي سیالې مارین لوپن ته سخته ماته ورکړه او نوموړې چې د فرانسې د اصیل فرهنګ د بېرته ژوندي کولو ادعا لري د ۳۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو د لومړنیو پایلو له مخې ناکامه اعلان شوه.
امانویل ماکرون چې تازه یو کال مخکې یې په فرانسه کې د سیاست ډګر ته راودانګل په حیرانوونکي ډول بریالی شو.
نوموړی د فرانسوا اولاند په دولت کې د اقتصاد وزیر و چې یو کال مخکې یې استعفا ورکړه او د (مخ پر وړاندې) په نامه ګوند یې د ټاکنیزو مبارزو لپاره جوړ کړ.