د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د لیلیې جوړولو چارې پیل شوې

د یکشنبې پر ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون د لیلیې جوړولو چارې د یو لړ مراسمو پرمهال پیل شوې.
د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، دا لیلیه د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جوړیږي، چې لګښت یې متحده عربي امارات ورکوي.
نوموړی زیاتوي، په دې لیلیه کې پر یوه وخت له ۶۵۰ ډېر محصلین ځایږي.
هغه دا هم وویل، چې  یاده لیلیه به په څلور پوړونو کې ۹۲ د استوګنې خونې ولري او په یوه کال کې به یې چارې بشپړې شي.
د شیخ زاید پوهنتون رییس مجیب الرحمن کریمي وایي، په ډېر شمېر لیلیه محصلین د ښار په مارکیتونو کې اوسیږي؛ خو د دې ودانۍ په بشپړیدو به د دغو محصلینو ستوونزې راکمې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې میاشت وړاندې د متحده عربي اماراتو د مرستو په لړ کې له شیخ زاید پوهنتون سره د لسګونه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د استادانو لپاره د لپ تاپ کمپیوترونو او دفتري لوازمو مرسته هم شوې وه او ویل کیږي، متحده عربي اماراتو په یاد پوهنتون کې د پېنځلس میلیون دالرو پر ارزښت پروژې هم منظورې کړې دي.