
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وايي يو جګپوړی ډيپلومات به يې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سرګي ريابکوف سره د دوشنبې په ورځ وګوري.
دوى به پر دوه اړخيزو مسايلو په خپلو کې خبرې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، توماس شانون چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال دى، له ريابکوف سره د کتنې لپاره له واشنګټن څخه نيويارک ته سفر کوي.
په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا متحده ايالات او روسيه پر ځينو نړيوالو مسايلو په خپلو کې د نظر اختلاف لري.
د جمعې په ورځ د امريکا پوځ اعلان وکړ چې د سوريې په هغو ساحو کې به هم چې د امن زون بلل شوي، د داعش د سخت دريځو پرضد هوايي حملې وکړي.
خو روسيې ويلي، د امريکا تر مشرۍ لاندې د اېتلاف پوځي الوتکې به پر دغو ساحو الوتنې نه شي کولاى.
د روسيې له خوا د اوکراين د کريميا ټاپووزمې غيرقانوني الحاق او د اوکراين په ختيځ کې له روس-پلوه بېلتونپالو د روسيې ملاتړ د مسکو او واشنګټن اړيکې خړې پړې کړې دي.