
په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنو تر دويم پړاو مخکې وروستۍ نظرپوښتنې ښيي چې خپلواک کانديد ايمانوېل ماکرون تر خپلې سيالې ډېر مخکې دى.
په فرانسه کې دغه ټاکنې د يکشنبې په ورځ کېږي او پرون د دغو ټاکنو د کمپاينونو وروستۍ ورځ وه.
د ايفوب فيديسيال (Ifop-Fiducial) ادارې له خوا شوې نظرپوښتنه چې د جمعې په ورځ يې جزئيات خپاره شول، څرګندوي چې ماکرون تر خپلې افراطي ښي اړخې کانديدې مارين لوپين له ٣٧ نيولې تر ٦٣ فيصدو پورې مخکې دى.
وروسته له هغې چې ١٣ ورځې مخکې په ولسمشریزو ټاکنو کې يوه کانديد هم پنځوس جمع يو رايې ونه ګټلې، دوه مخکښ کانديدان ماکرون او لوپين دويم پړاو ته ووتل.
دواړو کانديدانو د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د يو بل په اړه ترخې څرګندونې کړې دي.
ايمانوېل ماکرون د اروپايي ټولنې د غړيتوب پلوي کوي خو مېرمن لوپن چې د اروپايي ټولنې ضد تګلارې لري او د مهاجرت په اړه يې هم دريځ سخت دى.