په سوریه کې د خوندي سیمو د جوړولو پلان عملي کول پیل شوي

په سوريه کې د خوندي سيمو د جوړولو هوکړې پلي کېدل پيل شوي دي. دغه هوکړه د پنجشنبې په ورځ د ترکيې، ايران او روسيې ترمنځ شوې چې په دوى کې بيا روسيه او ايران د سوري دولت ملاتړ کوي.
ښکيلې غاړې بايد د دغې هوکړې له مخې په خوندي ځايونو کې هرډول بريدونه ودروي.
خو سوري فعالان وايي له هوکړې لږ وروسته د سوريې په شمال لوېديځ کې د ياغيانو ترکنټرول لاندې سيمو کې د توپونو او نورو وسلو ډزې اورېدل شوې دي.
په سوريه کې د خوندي سيمو رامنځته کېدو هوکړه د روسيې له لوري جوړو شوو خبرو په وروستي پړاو کې وشوه.
ټاکل شوې دا خوندي سيمې د سوريې په څو مهمو ښارونو کې غوره شي او په غوره شوو ځايونو کې به تاوتريخوالى پاى مومي.
د دې گام موخه د هغه اوربند د عملي کېدو هڅه ده چې شپږ مياشتې وړاندې پرې هوکړه وشوه، خو په پلي کېدو کې یې تر ډېره بریده خنډونه را ولاړ شوي دي.
د روسيې مرستيال دفاع وزير الکسندر فومېن وايي امريکا، سعودي عربستان، ملگرو ملتونو او په خبرو اترو کې نورو ټولو ښکېلو غاړو د خوندي سيمو د رامنځته کولو وړانديز منلى. هغه وویل:"دا د ايران او ترکيې يو رغنده ذهنيت دى چې د اوربند ملاتړ کوي. د خوندي سيمو په رامنځته کولو کې د امريکا د دريځ رول هم مهم و، چې په سوريه کې د تاوتريخوالي کمېدو لپاره يې د پورته شويو گامونو هرکلى وکړ."
ټاکل شوې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په عدليب،حمص، درعا او دمشق ته نژدې په ختيځ غوطه ښار کې څلور خوندي سیمې جوړې شي.