پنجابي ژبه د هندو اریاني ژبو څخه ده چې په ځانگړي ډول د پانجاب په ولایت کې ویل کېږي. دغه ژبه په پاکستان کې ۷۶ میلیونه ویونکي لري. د پنجابي الفبا د عربي تورو څخه جوړه شوې ده. پنجابي ژبه په ځانگړي ډول د پنجاب په ولایت کې ویل کیږي. لاهور، ملتان، او راولپنډۍ د پنجابي ژبې مهم مرکزونه دي. د پانجابي شاعرۍ په مطابق شفقت تنویر، مرزا او احمد سلیم د پنجابي شاعرانو څخه تر ټولو مشهور دی.
پنجابي ژپه په (ګورمکي) الفبا لیکل کیږي. د هندو اریایي ژبو چې پنجابیان په هند، پاکستان او زیات غریب سیکان په دغه ژبه خبرې کوي. دغه ژبه د هندو اروپایي ژبو له کورنۍ څخه د هندو ایراني ژبې په ډله پورې تړل کیږي چې له پوتوري او رومني ژبو سره اړیکه لري.
محتویات
ځانګرنې:
پنجابي ژبه د اردو ژبې په سبب هندي ژبې ته ډیره نږدې ده.
که څه هم پنجابي ژبه لیکنۍ نشته ولې د پاکستان مهمو ژبو په کتار کې راځي.
په دې هیواد کې د لیکلو ژبه اردو ده. پنجابي ژبه په دوو ژبو (شرقي پنجابي) چې په مختصر ډول یادیږي او غربي پنجابي باندې ویشل کیږي.
لیک:
په هند کې دغه ژبه خاصه الفبا له دوانګاري خط څخه د ګورمکهي(به معنی دهان گورو یا دهان مرشد) لیکل کیږي. پنجابي ژبه د سیکانو ژبه هم ده. د پاکستان په پنجاب سیمه کې د دغې د لیکلو لپاره له شاه مکهي خط ( د پاچاهانو له خولې په منعی دی) ګټه اخیستل کیږي چې تغیر شوې نسخه یې د ایراني نستعلیق ده.
لهجې او جغرافیایي ویښ:
پنجابي چې په نړۍ کې یوه د ډیرو ویوونکو ژبو څخه شمیرل کیږي، د هند پنجاب ایالت رسمي ژبه او د دغه ایالت له مرکزي ژبو څخه ده. همدارنګه پنجابي د ډهلي او هریانا دوهمه ژبه ده. دغه ژبه دپخواني کشمیر( په دوګري پيژندل شوی) او هیماچال پرادش کې هم ویوونکي لري.
په پنجابي ژبه د پاکستان په سیمو ( او د پاکستان په ډیرو ځایونو) کې خلک د یوې اصلي ژبې په حیث پرې خبرې کوي، پنجابي په دې سیمو کې رسمي ژپه نه ده او د اردو او انګلیسي نخبګانو ته ترجیع ورکوي.
ویوونکي:
د پنجابي ژبې ویوونکي په پاکستان کې له ۸۰ میلیونو، هند کې له ۳۰ میلیونو نفرو، بریټانیا، په متحده ایالاتو، کاناډا، برمه، پیلپین او دوبی په ښار کې ژوند کوي.
په پاکستان کې:
د شمیرل شوي راپور له مخې په پاکستان کې د پنجابي ژبې ویونکي |
||||
کال |
پاکستاني ټولنه |
فیصدي |
پنجابي ویوونکي |
|
۱۹۵۱ |
۳۳٬۷۴۰٬۱۶۷ |
۵۷٫۰۸٪ |
۲۲٬۶۳۲٬۹۰۵ |
|
۱۹۶۱ |
۴۲٬۸۸۰٬۳۷۸ |
۵۶٫۳۹٪ |
۲۸٬۴۶۸٬۲۸۲ |
|
۱۹۷۲ |
۶۵٬۳۰۹٬۳۴۰ |
۵۶٫۱۱٪ |
۴۳٬۱۷۶٬۰۰۴ |
|
۱۹۸۱ |
۸۴٬۲۵۳٬۶۴۴ |
۴۸٫۱۷٪ |
۴۰٬۵۸۴٬۹۸۰ |
|
۱۹۹۸ |
۱۳۲٬۳۵۲٬۲۷۹ |
۴۴٫۱۵٪ |
۵۸٬۴۳۳٬۴۳۱ |
په هند او د نړۍ په نورو سیمو کې:
په هند کې د بومي ژبې د ویوونکو راپور |
|||
کال |
هندي ټولنه |
د هند پنجابي ژبې ویوونکي |
فیصدي |
۱۹۷۱ |
۵۴۸٬۱۵۹٬۶۵۲ |
۱۴٬۱۰۸٬۴۴۳ |
۲٫۵۷٪ |
۱۹۸۱ |
۶۶۵٬۲۸۷٬۸۴۹ |
۱۹٬۶۱۱٬۱۹۹ |
۲٫۹۵٪ |
۱۹۹۱ |
۸۳۸٬۵۸۳٬۹۸۸ |
۲۳٬۳۷۸٬۷۴۴ |
۲٫۷۹٪ |
۲۰۰۱ |
۱٬۰۲۸٬۶۱۰٬۳۲۸ |
۲۹٬۱۰۲٬۴۷۷ |
۲٫۸۳٪ |
ماخذونه:
از ویکی پیډیا دانشنامه ازاد، زبان پنجابی