د زردشت غوره ویناوې

زردشت
زردشت په ۶۲۸ق.م حدودو شمالي ایران کې نړۍ ته راغی. زردشت د زردشتي دین بنسټ ګر و، هغه دین چې ۲۵۰۰کاله وړاندې په نړۍ کې و او تر ننه هم زیات پیروان لري. د معتبرو روایاتو او اسنادو په اساس زردشت په ۵۵۱ق.م کال کې د ۷۷کالو په عمر و مړ.
۱- د غوره کړنو په پایله دا نړۍ رشد او پرمختګ کوي. خدای تعالی دا نړۍ ددې لپاره پیدا کړه چې زموږ د کار او کړنو په پایله کې وروزل شي او زموږ لپاره خوښي او نیکبختي راوړي.
۲- تر ټولو شریف زړه هغه دی چې د نورو د آزارولو فکر  ونه لري.
۳- دروغ ویونکي به ډیر مشکلات ولري او په هغه دنیا کې به د شنو باغونو، میوو او خوشالی څخه لرې شي.
۴- خدای مه کړه قهر او غضب پرتاسو برلاسی شي. ورسره مقابله وکړئ او پاملرنه وکړئ چې د ظلم او ستم مرتکب نه شی.
۵- خدای مه کړه چې د ظلم په مقابل کې سر ټيټ کړئ بلکه د ظلم او ظالم په وړاندې ودریږئ.
۶- غوسې او نفرت ته اجازه ورنه کړی چې ستاسې افکار د خشونت او ستم په لور بوځي.
۷- بریالیتوب د ښيګڼو په پایله کې لاسته راځي.
۸- په مهربانۍ او پاک خوی سره شیدا ښئ.
۹- څوک چې د نړۍ د ورانولو فکر لري، د هغه بدې کړنې په ما څه اغیز نه لري  بلکه په خپله به یې پایله ګوري.
۱۰- کیدای شي چې په دغه دوران کې ريښتیا پر دروغو برلاسي شي.
۱۱- چې کله مې وغوښتل خدای ښه وپیژنم نو د پوهې او فکر له لارې مې کوښښ وکړ تر څو مې خپل زړه پاک او ضمیر روښانه شي. نو هغه وخت د پیژندنې او لیدنې نور په ما ولګید.
۱۲- وعده ماتول د دروغو یوه برخه ده.
۱۳- بد او خراب صفتونه په خاصه توګه غوسه او نفرت له ځانه لرې کړئ. له ظلم سره په جنګ شئ او هر وخت ظلم قبول نه کړئ.
۱۴- د یو کار له ترسره کولو وړاندې باید سړی فکر وکړي او له خپل وجدان سره سلا وکړي.
۱۵- د ښو کړنو په پایله کې دا نړۍ رشد او پرمختګ کوي.
۱۶- کوم کار چې کوی باید ورسره بلد وئ.
۱۷- که چیرته په صداقت سره له ښو اخلاقو ګټه واخیستل شي نو د کار په جوړولو کې به تاسو سره مرستندوی شي.
۱۸- هغه ځای چې خلک یې په رشتيتې طریقه ژوند وکړي، د هوښیارانو او پوهانو ټاټوبی به شي.
۱۹- دا چې ډیر وخت مې هڅه وکړه او فکر مې وکړ و مې موندله چې ته شروع او پای یې او د ښو اخلاقو پيداکوونکی ، قانون، نظم او بښونکی یې. ته مې د ډیر فکر وروسته و موندلې.
۲۰- د ښو اخلاقو او پوهې خاوندان دنده لري چې نور دې ته پرې نږدي چې په ناسمه لاره لاړ شي.
۲۱- د خوشاله رواني او جسمي ژوند لپاره باید ښه اصول ولرئ. ځکه چې هم روهي آرامتیا درکوي او هم مو په مادي ژوند کې د بریالیتوب لامل کیږي.
۲۲- که غواړئ چې روښنایي او ریښتینولي تر لاسه کړئ، لومړی کوښښ وکړئ چې نورو ته لارښوونه وکړئ او دخپلې پوهې په مرسته نظم او رښتیا ورزده کړئ.
۲۳- د خدای د پیژندنې لپاره لومړۍ باید د انسان ضمیر، وجدان او روان صاف او روښانه شي. دغه روښنایي او پاکوالی د پوهې او ښو اخلاقو په واسطه ترلاسه کیږي. دا هغه وخت دی چې د خدای تعالی نور د انسان په زړه کې ځلانتیا مومي.
۲۴- زیاته خوښي د هغه چا سره ده چې تل په ښو اخلاقو برابر وي.
۲۵- تر ټولو ښه نیکمرغي هغه پوهه ده چې د نیکو کارونو په واسطه د ژوند په پرمختګ او ټولنیزه لاره کې حاصیلیږي.
۲۶- د طبیعت په ظاهري ښکلا باندې فکر او غور وکړئ. او پوهیدلو ته یې مایل اوسئ. ځکه رښتینولي د هغه په پوهیدو او کسبولو د طبیعت په زړه د خدای پیژندنه او عبادت کې ده.
۲۷-  لمونځ او د خدای تعالی اطاعت د سترګو او روح روښنایي ده.
۲۸- سمه او دحق خبره باید په زړورتیا سره د ټولو غوږونو ته ورسوو.
۲۹- هغه خدای بښونکی دی. هغه بښونکی دی. هغه مهربان دی، دومره مهربان دی چې هر څوک کولای شي هغه ته ورسیږي او خپل پلار، ورور او ملګری یې جوړ کړي.هغه چې د ټولو سره مینه لري هغه دی، مینه یې لري او د خپلو ملګرو په مرسته می تشابد. هغه د ټولو شا او ساتونکی دی.
۳۰- سم فکر دی چې د خلکو سره د دوولارو په ټاکنه کې مرسته کوي او هغه له شک اویرې څخه ساتي.
۳۱- د سم فکر په واسطه وجدان روښانیږي او د ښو کارونو په کولو کې ورسره مرسته کوي.
۳۲- سم فکر کول د قانون زړه او مرکز دی.
۳۳- د نورو شتمنۍ او مال ته په بده سترګه مه ګورئ، داسې نه چې خپله شتمني به له لاسه ورکړئ.
۳۴- لاره یوه ده هغه هم ریښتینې لاره.
۳۵- د نیکییو بدله نیکي ده او د بدیو بدله بدي ده.
۳۶- ښځې ته وینا: ای ښځې خپل ځان وپیژنه او خپل ځانته ارزښت ورکړه. هیڅکله پیسه دوستي، غرور او ځانښودنه مه کوه. مور او د ژوند ملګري کیدل ستا لپاره تر ټولو لوړه مرتبه ده.
۳۷- هغه څوک چې په خپل نفس برلاسی نه شی نو په هیڅ شي به هم برلاسی نه شي.
۳۸- میرمن د  خوښی، ښادی او آبادۍ سرچینه ده. کوم سړی چې له خپلې میرمنې سره مینه وکړي نو له خدای، ژوند او ښایست سره یې مینه کړې ده.
۳۹- هغه واده چې موخه یې مال او مقام وي ښه پای نه لري.
۴۰- غم د مرګ پیغام راوړونکی دی. د غم هره شيبه په ژوند کې مه شمیره. غم دمرګ سیوری دی.
۴۱- له خواشینوونکو سوچونو وتښته. د مرګ په اړه مه بدبین کیږئ. خوښ اوسه او تندی دې خلاص لره.
۴۲- د ژوند د ستونزو په وړاندې صابر اوسه. څه چې عقل کموي هغه مه خوره.
۴۳- ونه بې ځایه مه ماتوه، د ونې ماتوونکي ژوند لنډ وي.
۴۴- تر دې زیات د میرمنې په حال ځان خبر کړ او ارزښت ورکړه.
۴۵- پرهیزګار سړی تل خوښ او په شونډو یې موسکا وي.
۴۶- تر ټولو ښې خبرې واورئ او سوچ پرې وکړئ. حکمیان ښه غوره کوي نه بد.
۴۷- نړۍ په امید خوړلی کیږي او انسان په امید ژوندی دی.
۴۸- خلک باید دښو اخلاقو په واسطه رشد او روښنایی ته ورسوي.
۴۹- یوازې هغه څوک له نورو غوره والی لري چې پوهه ولري.
۵۰- تر ټولو ښه نعمتونه د ښو اخلاقو په واسطه لاسته راځي.
۵۱- خوشالي تل له هغه چا سره ده چې په ښو اخلاقو سمبال وي.
۵۲- د ریښتینو روح تل کامیاب او د درواغجنو روح په ستونزو اخته او درد دی.
۵۳- بهترین ثواب رښتیا او بدترینه کناه درواغ ده. رښتیا د نیکمرغی لار او دروغ د بدمرغی لاره ده.
۵۴- پوهان باید له خپلې پوهې نور برخمن کړي داسې نه چې وړاندې له دې ناپوهان پاتې شي.
۵۵- ای خلکو هغه چاته غوږ شئ چې پوه او رښتیا پلوئ وي.
۵۶- هغه څوک به د خدای د خوښې وړ وګرځي چې سپیڅلی او پاک لمنی وي.
۵۷- صداقت غوره ښیګڼه ده. خوشحالي د هغه چا لپاره ده چې صداقت په پوره صداقت سره وغواړي.
۵۸- ای خدایه له موږ سره مرسته وکړه، موږ ستا مهربانۍ ته سترګې په لار یو.
۵۹- د بري یوازینی لاره ريښتینولي ده.
۶۰- که چیرې یو شی د چا لپاره ګټور وي او د نورو لپاره زیانمند هغه نه شو کولای په ښو کې وشمیرو. ښېګڼه هغه نه ده چې د یوه خودخوا کس لپاره وي بلکه ښېګڼه هغه ده چې د چاپیریال په ګټه وي.
۶۱- ضعف او ضاف د ورکیدو پیل دی.
۶۲- له نورو سره داسې چلند وکړئ څه ډول چې له هغوی توقع لرئ.
۶۳- هغه څه چې اورئ په سالم عقل، پاکو او روښانه اخلاقو یې وسنجوئ بیا یې ومنئ.
۶۴- داسې خبرې وکړئ چې د پاکو افکارو څخه یې سرچینه اخیستې وي او داسې کار وکړئ چې د مټو په زیار او زحمت لاسته راغلی وي.
۶۵- له تاسو څخه هر یو باید په نیکو کړنو کې نورو ته لارښوونه وکړي او په همدې سره خپل ژوند خوښ او خوشاله کړي.
۶۶- د نورو په زیان کې خپله ښیګڼه او ګټه مه غواړئ.
ومن الله توفیق