هند د افغانستان او سویلي آسیا هیوادونو د مخابراتي خدمتونو لپاره فضا ته سپوږمکۍ توغولې

د هند فضايي څیړنو ادارې د افغانستان او سویلي اسیا هیوادونو لپاره د تلویزیوني او نورو مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو سره د مرستې په منظور فضا ته سپوږمکۍ وتوغوله.
نوموړې سپوږمکۍ د جنوبي اسیا سپوږمکۍ په نامه یادیږي چې د توغولو مراسم یې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د ویډیو له لارې لیدل.
په یادو مراسمو کې له پاکستان پرته د سویلي اسیا د همکاریو سازمان یا سارک غړونو هیوادونو مشرانو او لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
د پاکستان دولت پر هند نیوکه کړې ده چې سره له دې چې پاکستان د سارک غړی هیواد دی خو د یادې سپوږمکۍ له خدمتونو بې برخې شوی دی.