روسیې ایران او ترکیې سوریه کې پر خوندي سیمو د بمبارۍ منع اعلان کړه

روسیې وروسته له هغې چې د ایران او ترکیې په ملاتړ یې په سوریه کې د خوندي سیمو جوړولو پریکړه وکړه امریکا او ایتلافي ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې پر یادو خوندي سیمو د بمبارۍ اجازه نه لري.
روسیې ویلي دي چې یادې خوندي سیمې د سوریې د شپږ کلن کړکیچ د پای ته رسولو لپاره جوړيږي.
یادو دریو هیوادونو په دې اړه یو پرېکړه لیک لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې د استانې پر موافقې به عمل کوي.
د سوریې مخالفینو یاده موافقه نه ده لاسلیک کړې خو د بشار اسد رژیم ویلي دي چې مخالفت به یې ونه کړي.