هند کې موږکانو په ډله ییزه توګه د شرابو نشه کړې

د هند په بهار ایالت کې زرګونو موږکانو هغه شراب وڅښل چې پولیسو له خلکو نیولي او په زیرمه خونو کې یې ساتل.
د پولیسو افسرانو ویلي دي چې په خپلو سترګو یې لیدل چې موږکانو شراب څښل.
د هند په بهار ایالت کې د شرابو پېر پلور او څښاک منع دی چې له دې امله پولیسو د خلکو په کورونو چاپې ووهلې او د یو ملیون لیتر په شاوخوا کې الکولي مشروبات یې له ۴۰۰۰۰ کسانو سره چې یاد شراب یې په غیر قانوني توګه ساتل ونیول.
خو وروسته پولیسو خبر ورکړ چې له یادو شرابو یې زرګونه لیتره موږکانو نوش جان کړي.
د ځايي پولیسو مشر په دې اړه د څیړنو امر کړی دی.