د هلمند یو شمیر ورزشکارانو د سولې د پروسې ملاتړ وکړ

دغه ورزشکاران وایې، چې دوی د سپورت په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې لري، خو د سپورت ترڅنګ د سولې لپاره هم باید سره په ګده کار وکړي او هغه ځوانان چې د جګړې لارغوره کړې ده هغه سولي ته وهڅوې .
د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت د بیلابیلو رشتو د لوبو په کلب کې د دې ولایت د ورزش د امریت او د یو شمیر ورزشکارانو لخوا د سولې تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې دهلمند د سپورت امر زلمي هڅاند وویل، د دغه غونډې څخه یې موخه دا ده چې د دې ولایت ترڅنګ په ټول هیواد کې سوله راشي.
نوموړي هم پر وسله والو طالبانو ږغ وکړه، چې نور جګړې ته نه ووایاست او د سولې له پروسې سره یوځای شې .
هڅاند له ټولو ورزشکارانو څخه غوښتنه وکړه چې د سولي دراستولو به برخه کې باید ټول په ګډه سره کار وکړې .
هم دغه راز بیا په دغه غونډه کې دهلمند والي حیات الله حیات هم د ټولو ورزشکارانو هڅي وستایلې او زیاته کړه، چې دی به په خپل ټول توان د ورزشکارنو ترڅنګ ولاړ اوپه هره برخه چې یاد ورزشکاران ستونزي ولرې هغوې ته به د پای ټکی کیږدې ي
د یادولو ده چې دغوڼدې په ورستیو برخه کې د جمناستیک، کراتې اوتر څنګ د نورو رشتو لوبغاړو له خوا بیلابیل نمایشونه او حرکتونه تر سره شول .
 
C:UsersRohiDownloadspec (1).jpg