د سومالیا پولیسو سهوا د دغه هیواد د کابینې یو وزیر په ډزو وژلی دی

د سومالیا پولیسو په غلطۍ سره د دغه هیواد د کابینې د وزیر په موټر ډزې کړي دي او نوموړی یې وژلی دی.
یاد وزیر عباس عبداللهي نومیده چې ۳۱ کلن و. نوموړی د دغه هیواد په کابینه کې تر ټولو ځوان وزیر و.
د عبداللهي سره په موټر کې یو بل وزیر هم ناست و چې په ډزو کې ټپي شوی دی.
پولیسو نوموړی په دې ګومان وژلی دی چې ګواکې د الشباب وسله والې ډلې غړی دی.
د نوموړي موټر لومړی د یاد هیواد په پلازمېینه موګادیشو کې د پولیسو له خوا درول شوی او بیا پرې ډزې شوي دي چې په پیښه کې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.