مارسگرېټ څـــکوي!!!


 
ليکنه: نوراحمد عايل
دا مار چې تاسې يې په انځورکې وينئ د ټايوان هېواد په پلازمېنه ټايپه کې يوه سړي ساتلى،چې په منظم ډول هره ورځ سگرېټ څکوي.
د مار څښتن يو تايواني سړى دى چې دا مار يې د (بو) په نامه نومولى.
دا سړى وايي : ٣ کاله کېږي چې مار د سگرېټ په څکولو روږدى شوى دى او لکه انسان سگرېټ څکوي.نوموړي خبري رسنيو ته په خبروکې وويل چې کله مار ته سګرېټ ونه رسېږي ډېر ناراحته اوپه غصه وي.
ددې مار٣٣ کلن څښتن هم ډېر سگرېټ څکوي چې مار هم له نوموړي څخه دا عادت زده کړى دىد مارڅښتن په دې باره کې چې څنگه مار په سگرېټو روږدى شو وايي: يو ورځ مې يو سگرېټ وڅکاوه او په ځمکه مې واچاو، په دې وخت کې مار سگرېټ په خوله کې ونيو او په څکولو يې پيل وکړ، چې له هغې ورځې تر اوسه پورې پرې روږدى دى.
د مار څښتن وايي : کله چې پوه شم مار ته د سگرېټ څکولو ينگ ورجگ شو نو سگريټ ورته ولگوم او وريې کړم.نوموړى وايي چې مار له ما څخه هم ښه او په بېلابېلو مهارتونو سگرېټ څکوي خو يوازې يوه خبره شته چې مار سګرېټ ته اور نشي ورکولاى چې هغه کار زه ورته کوم.