ټرمپ خپل لومړنی بهرنی سفر له سعودي عربستان نه پيلوي

د امريکا سپينې ماڼۍ اعلان کړی، چې د داعش او ایران سره د مبارزې په موخه جمهور رييس به خپل لومړنی سفر له سعودي عربستان نه پيل کړي.
سرچينه زیاتوي، چې دغه سفر به د روانې مې مياشتې په ۲۳ مه نېټه له ریاض نه پيل شي او د خلیج نورو هېوادونو ته به هم وغځول شي.
ټرمپ ويلي، چې سعودی عربستان د خپل دغه سفر سره به، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د بنسټ يوه نوې تيږه کېښودل شي، چې پایلې به يې څرګندې وي.
د یادونې ده، چې امریکا تل دا هڅه کړې چې د ایران ګواښ عربي هېوادونو ډير لوی وښيي، تر څو دې ته يې کړي چې د دوی وسلې د دفاع په پلمه راونیسي.