د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۱ مې غونډې خبرتیا:

درنو دوستانو السلام  عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۱مه  او ځانګړې غونډه ده. پدې غونډه کې د  قرآن  پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته ښاغلی حزب الله اتل د نېلسن مندېلا مشهور اثر « د آزادۍ اوږد لاره» تر سرليک  لاندې د خپل ژباړل شوي اثر لنډيز او مهم ټکي وړاندې  کوي. تر هغه وروسته غونډه د برېښنايي تذکرو او ټاکنو اړوند مالوماتو ته ځانګړې شوې ده. ښاغلی اېمل مرجان د برېښنايي تذکرو په بهير کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه مالومات وړاندي کوې او ښاغلی اول الرحمن رودوال د ټاکنو اړوند د وروستيو پرمختګونو په اړه تازه مالومات له  تاسو سره شريکوي. هيله ده دغې مهمې غونډې ته پخپله هم تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره  خبر کړئ. 
وخت: پنجشنبه د غويي ۱۴مه، ماسپښين  دوه نيمې بجې
ځای: له پل محمود خان  څخه د شش درک پر لوري ښي لاسته لومړۍ کوڅه، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور
په ډېر درنښت