ایران: د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران په شمالي ولایت ګلستان کې د ډبرو سکرو په یوه لوی کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۵ تنه مړه او ۷۰ کسه نور ټپیان شوي دي.
د ایراني سرچینو له خولې یاده چاودنه د معدن په یوه برخه کې د میتان ګاز د راټولیدو له امله تر سره شوې ده.
د چارواکو له خولې د ۲۱ کارګرانو جسدونه د ځمکې لاندې ۶۰۰ مترۍ څخه راویستل شوي دي او د مرستې ټیمونه د ځمکې لاندې ۱۵۰۰ مترۍ کې بندو پاتې جسدونو د راویستلو کوښښ کوي.
نوموړی کان زمستان یورت نومیږي چې د خصوصي سکتور له خوا اداره کیده.