
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا ځواکونو یو امریکايي تبعه نیولی دی.
نوموړی چې کیم سنګ ډاک نومیږي د پیونګ یانګ په هوايي ډګر کې د شمالي کوریا امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
پر نوموړي تور پورې شوی چې په شمالي کوریا کې یې د دغه هیواد حکومت ضد کړنو لاس پورې کړی و.
د نوموړي په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي.
وروسته له هغې چې په دې وروستیو د شمالي کوریا او امریکا اړیکې لا هم زیاتې ترینګلي شوې په نږدې موده کې دا دوهم امریکایي تبعه دی چې د شمالي کوریا دولت له خوا نیول کیږي.