اروپايي ټولنه: فساد اورپکي تغذیه کوي او د سولې په برخه کې د پرمختګ خنډ کرځي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دې ټولنې د دوه مياشتيني کمپاين په پاى کې ويلي چې په افغانستان کې شته فساد ترهګري تغذيه کوي او د سولې خوا ته د پرمختګ مخنيوى کوي.
په ٢٠١٧ کال کې له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې کمپاين چې د مارچ له ١٢مې نېټې پيل شوى و او پرون پاى ته ورسېد.
ټاکل شوې چې د يادې  ټولنې درېيم کنفرانس د (په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې تشديد) په نوم د مې په اتمه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شي. دغه کنفرانس چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استاز فرانز مايکل ميلبن له لوري يې کوربه توب کېږي، د اروپايي ټولې د فساد ضد کمپاين پر ډېرو برخو به خبرې وشي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميلبڼ ويلي: ((زموږ تمرکز له اداري فساد سره د مبارزې پر کمپاين سخت شوى، په تېرو دوو مياشتو کې د ګڼو بحثونو او نظرونو د تبادلې شاهدان وو.))
د هغه په خبره، په داسې حال کې چې د افغانستان دولت د نړيوالې ټولنې په ملاتړ په دې برخه کې ستر ګامونه اوچت کړي او  په دې اړه کلي هوکړه چې ډېر کار دې وشي، شته ده، فساد ترهګري تغذيه کوي او د سولې پر لور پرمختګ ته چې دغه هېواد ورته له کلونو انتظار دى، زيان رسوي.
نوموړي زياته کړې چې اروپايي ټولنه له فساد سر د مبارزې په برخه کې له افغان دولت او خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.