روښانيان او پښتو ادب

اېمل افغان
په هندوستان کې د لودي پښتنو د دوهمې پاچهۍ په وروستیو کلونوکې د پنجاب په جالندهرکې د ارمړو افغانانو په یوه روحاني کورنۍ کې یوه ماشوم نړۍ ته سترګې پرانیستې چې کورنۍ یې د بایزید نوم پرکښېښود.
د دغه بایزید پلار قاضي عبدالله نومېده ، چې د وزیرستان د کاڼي ګرم له ارمړو څخه و، د پنجاب په جالندهر کې یې د ارمړو افغانانو د حاجي ابابکر له لور بي بي ایمنې سره واده کړی و، د عبدالله او ایمنې نیکونه سره وروڼه وو.
د بایزید د زوکړې کال د ښاغلي قلندر مومند د نوي تحقیق مطابق ۹۲۵ ه ق یا ۹۲۶ خواوشا ګڼل کېږي.
بایزید لا د اوو کالو په شاوخوا کې ماشوم و، چې د لودیانو دوهمه پاچهي په ۹۳۲ ه ق کال د بابر مغول له لاسه چپه شوه او په هند کې پر اوسېدونکو افغانانو چې هغه وخت څه راغلي دي، د هغو احوال په تاریخي کتابونو کې شته. بایزید په خپله لیدل چې له افغانانو سره یرغلګرو لښکرو څه کول؟ ښځې او ماشومان یې ور وژل، دغه ډول قصې د بایزید په خپله حالنامه کې هم یو څه راوړل شوې دي.
بایزید په دغسې یوه حالت کې له هندوستانه ( روه ) ته راغی او په خپل پلرني ټاټوبي د وزیرستان په کاڼي ګرم کې یې له خپل پلار قاضي عبدالله سره ژوند پیل کړ.
دغه وخت په هندوستان کې افغانانو خپل قدرت له لاسه ورکړی و او د هند د ګورګاني امپراتورۍ مزي له کابله تر هندوستانه غځېدلي وو او له کابله ترهنده د پرتو سیمو افغانان د هند د ګورګاني واکمنو د سورو د آسونو ترسومونو لاندې دل کېدل او د اوسني افغانستان نورې سیمې د شمال او جنوب او غرب له خوا د نورو ګاونډیو حکومتو تر تسلط لاندې وي او افغانانو مستقل مرکزي حکومت نه درلود.
بایزید په دغسې شرایطوکې لوییده او تردې چې د درس شو، پلار یې ملا پاینده ته کښېناوه ، له هغه یې قرآن عظیم ختم کړ. بایزید له خپل پلار او ملا پاینده څخه مروجې زده کړې تریوې اندازې سرته ورسولې.
د حالنامې له مطالعې څرګندېږي چې بایزید له کوچنیوالي د یوه متشبث فکرخاوند و او ذهني بیداري ورسره مله وه.
ده د مروجو زده کړو او د ځینو فقهي کتابونو ترلوست وروسته ، د خپل باطن د صفا کولو او د خپل نفس د تزکیې او په الهي انوارو د خپل زړه د رڼولو خوا ته ډېره توجه درلوده. ده غوښتل چې د دغو روحاني مراتبو د حاصلولو لپاره د چا مرید شي. د بایزید هیله دا وه، چې د خواجه اسمعیل مرید شي او د ده پرلاس توبې ته کښېني، مګر پلاریې قاضي عبدالله اجازه ورنه کړه. خو د بایزید په زړه کې چې د کومې مینې اورونه بل وو، په دې لاره کې یې خپلوهڅو ته دوام ورکړ. ۲۱ کاله یې ریاضت وګاله او تردغه ریاضت وروسته د پېرۍ درجې او د خلکو د روحاني لارښوونې مرتبې ته ورسېد. د پېرۍ، ښه سړیتوب او خلکو ته د
لارښوونې آوازې یې ترملکونو خورې شوې، له هرې خوا به خلک ورته راتلل او د ده لاس نیوی به یې کاوه.
بایزید روښان یوه روحاني او تصوفي لاره درلوده، چې زموږ په فرهنګي څېړنو کې د روښاني تصوفي لارې په نامه هم یادېږي.
د ده تصوفي لاره د اسلامي عرفان د وحدت الشهود د عرفاني لارې په پیروي جوړه شوېده، چې کله کله د وحدت الوجود خوا ته هم تمایل ښيي.
بایزید لکه د اسلامي فرهنګ پخواني عارفان د خپلې عرفاني لارې لپاره اته مقامه ټاکلي وو، چې نومونه یې دا دي:
۱ ) شریعت: په دې مقام کې سالک د اسلام پرپنځو بناوو پابندي کوي.
۲ ) طریقت: د طریقت په مقام کې باید سالک په خپل ځان کې د پرېښتو خصوصیات پیدا کړي.
۳ ) حقیقت: خفي ذکر د دې مقام اساسي عنصر دی. سالک ته دخفي ذکر له اماله د باطن صفایي حاصلېږي.
۴ ) معرفت: سالک په دې مقام کې د حق دیدار ته رسېږي.
۵ ) قربت: په دې مقام کې د سالک غوږونو ته د حق آواز ور رسي.
۶ ) وصلت: سالک د وصلت په مقام کې د حق تعالی له ذات نه پرته بل څه نه ویني.
۷ ) وحدت: په دې مقام کې سالک خپله هستي فنا کوي.
۸ ) سکونت: په دې مقام کې د سالک روح آرام مومي ، غوږونه ، سترګې، پوزه او ګرده حواس یې د حراموله اورېدو، لیدو او بویولو فارغ وي.
بایزید په خپله تصوفي لارکې د یوه سالک لپاره لوړ یاد شوي اته مقامات مقرر کړي دي او د دې لارې هر لاروی باید دغه اته مرحلې تېرې کړي ، څو د کمال مرتبې ته ورسېږي.
هغه کسان چې د بایزید د طریقت پر لاره روانېږي، نو بایزید ورته اووه صفته ټاکلي دي. د روښاني لارې یو پیرو باید دغه صفات ولري. هغه اووه صفتونه دا دي:
۱ – له حرامو دې ځان وژغوري.
۲ – اسراف دې نه کوي، لږ دې خوري او لږ دې چښي.
۳ – خبرې دې لږې او په نرمۍ کوي او بدې خبرې دې نه کوي.
۴ – خوب دې لږ کوي، په خوب او په ویښه دې د خدای په یاد ووي.
۵ – د نېکانو صحبت دې کوي او د بدانو له صحبته دې ځان ژغوري.
۶ – لوی خدای دې تل پټ یادوي.
۷ – لوی خدای به په یوالي پېژني او تل دې دخدای په یادو کې وي.
اته مقامونه او ووه صفتونه د بایزید د صوفیانه لارې د شمزۍ حیثیت لري ، له دې سربېره دا لار ځینې نور شرایط او اذکار هم لري، چې پر ټولو خصوصیاتو یې بحث دلته مورد نه لري.
روښان د خپلې تصوفي لارې د تبلیغ او ترویج لپاره خپل مبلغین او استازي بېلابېلو ځایونو او باچهانو ته واستول ،لکه :
- خلیفه دولت یې له خپل صراط التوحید نومي اثرسره د هند مغلي باچا جلال الدین اکبر ته واستاوه.
- خلیفه یوسف یې له خپلې فخرالطالبین نومې رسالې سره د بدخشان مشر میرزا سلیمان ته واستاوه.
- خلیفه ارزاني د تبلیغ په منظور هندوستان ته ولاړ.
- خلیفه مودود یې کندهار ته ولېږه.
- شیخ بایزید یې ورکزو او تیراه ته واستاوه.
له دغو استازو او مبلغانو سربېره بایزید خپله هم د خپلې روښاني لارې د تبلیغ او د ده له عقایدو سره سم خلکو ته د سمې لارې د ښوولو په لاره کې جدي کار او جدو جهد کاوه.
کله چې دی په خپل پلرني ټاټوبي کاڼي ګرم کې و، د سمې لارې طالبان به پر راټول وو د ده د مریدۍ په حلقه کې به شاملېدل او د ده د مریدانو په ډله کې نر او ښځې دواړه شامل وو او ډېرې ښځې د بایزید مریدانې وې.
بایزید د خپلې لارې د تلقین لپاره یو وخت خپل ټاټوبی پرېښود، تیراه ته ولاړ او د تیراه د استوګنې په موده کې ډېر اپرېدي، ورکزي ، بنګښ او تیراهي د ده تابع شول او د ده لاره یې غوره کړه.
له تیراه نه پېښور ته لاړ، پدې سیمه کې یې هم ډېر خلک مریدان شول او د پیرۍ اوازه یې هرې خواته خوره شوه او شهرت یې ډېرشو.
دغه وخت ملک حبیب ورسره مخالف شو او د پېښور مغلي حاکم جانس خان ته یې د ده شکایت وکړ، جانس خان څوتنه پوه کسان د بایزید د احوالو د معلومولو د پاره ده ته ولېږل، هغو خلکو چې له بایزید سره خبرې وکړې، بېرته جانس خان ته راغلل او ورته یې وویل چې بایزید یو کامل درویش دی. بیا نو جانس خان ملک حبیب راو غوښت او وې راټه د ده بیا هم د زړه سوده ونه شوه، کابل ته ولاړ چې د میرزا حکیم وزیرانو ته د پیسو د ورکولو په وسیله د بایزید د مرګ حکم ترلاسه کړي ، خو میرزا حکیم بایزید کابل ته وغوښت او په کابل کې میرزا حکیم ، قاضي خان ورولېږه ، له خبرو او مباحثې او پوښتنو ځوابونو وروستÙ
‡ قاضي خان میرزا حکیم ته وویل چې بایزید کامل پیر دی.
د کابل په همدې سفر کې میرزا حکیم بایزید ته وویل چې : پښتانه ستا په قدر څه پوهېږي ته په دوی کې څه کوې؟ بایزید ځواب ورکړ: زه په دوی کې پیدا شوی یم او د دوی یم نو بایده دي چې دوی ته لار وښیم.
بایزید له کابل نه بېرته پېښور ته راغی او له پېښور نه هشنغر ته ولاړ. په هشنغرکې یې ډېر مانزي مریدان شول.
دغه مهال یوه واقعه داسې پېښه شوه، چې له هندوستانه راغلی یو کاروان دلته لوټ شو. په مقابل کې مغلي واکمنو پرهغه کلي او خلکو ناتار جوړ کړ، له تالانګرو سربېره یې د ښځو او ماشومانو په وژلو هم لاس پورې کړ او پاتې ښځې، نر او ماشومان یې بندیان کړل. له دې ناتار نه چې بایزید روښان خبرشو، نو یې میرزا حکیم ته ولیکل چې د کاروان لوټوونکي څو تنه مجذوبان وو، دوی خپله سزا ولیدله ، ښځې او ماشومان یې څه ګناه لري هغه باید خوشي کړای شي؟
ماخذ: د پښتو ادبیاتو تاریخ