د سوریې حکومت اعصاب زیانمنونکي کيمیاوي مواد کارولي

د بشري حقونو د څار ډله وايي، تازه نښې ښيي چې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو په حمله کې له داسې موادو کار اخیستی چې اعصاب سخت زیانمنوي.
د دې ډلې په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي، د اپرېل د څلورمې نېټې په برید کې چې د سوریې په خان شیخون سیمه کې وشو او نږدې ۱۰۰ تنه په‎ کې ووژل شول، له همدې ګازه کار اخیستل شوی و.
د بشري حقونو د څار ډلې (Human rights wathc) یادونه کړې چې د سوریې د حکومتي ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو استعمال بشري ضد جنایت ګڼل کېدای شي.
یاده اداره وايي چې د پېښې په ځای کې یې څېړنه ونه‌ کړای شوه خو له ۶۰ شاهدانو سره ‌یې خبرې کړي او هغه ویډیوګانې او عکسونه ‌یې څېړلي چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي.