غزل

ژوند مې تېر ستا په عبس، عبس وعدو کــه
زړه مې خوړین ځانله آشنا ستا په غموو که
چې په کوم کار به زه ډیره سوزیدمه
هغه کار به مې آشنا ښه په نخرو که
راشه اوس مې کړه درخپله شوم بدنامه
چې صفت دې زما د حسن په حجرو که
په لمانځه کې تر خدای تا ډیر یادومـــه
هسې خوشې مې تندی داغ په سجدو که
 
مجیده تنها