غزل

 
زما په زړه کې میشت غمونـــه ځکه دي خواږه
ملتیا یې کــــــوي ستا یادونــــه ځکه دي خواږه
 
په تلو کې دراتلو لوظ خو اظهار وي د بیا وصل
په تلــــو کې دراتلـــــو لوظونه ځکه دي خواږه
 
وطن،مــور او یار درې واړه دمینې نمــــونې
د درې واړو نومـــو لفظونه ځکه دي خــــواږه
 
تنها د غزل ډیره برخـــه یارته کړه ځانګړې
تنها دغزل ډیر بیتونـــــه ځکــــه دي خواږه
 
ـــــــــ مجیده تنها ــــــــ