
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره د اړیکو او په افغانستان کې له طالبانو سره د مرستې په اړه په خپلو پالیسیو سره د روسیې د خلکو د ګټو خلاف عمل کوي.
مک ماسټر له فاکس نیوز ټلوېزیوني کانال سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته په کار ده چې له روسیې سره د اړیکو تر ښه کېدو مخکې د روسیې د ولسمشر په چلند کې بدلون وویني.
د مک ماسټر دغه څرګندونې له دې کبله هم د اهمیت وړ دي چې هغه د روسیې په وړاندې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دریځ نښې څرګندوي.
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو او د ولسمشر په توګه د خپل کار په لومړیو ورځو کې ټرمپ ډېر د پوتین ستاینه کړې وه او هغه یې یو پیاوړی مشر بللی و.
خو دغه اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې واشنګټن او مسکو د سوریې، ایران، اوکراین، افغانستان او په ځینو نورو سیمو کې مختلف دریځونه ونیول او د یو بل پر پالیسیو یې انتقادونه وکړل.
مک ماسټر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنورۍ له شلمې چې ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، له روسیې سره اړیکو په کوم لوري پرمختګ کړی وویل، زه ګومان نه کوم چې هغه به ښې یا خرابې شوې وي.
نوموړي زیاته کړه:«لکه څنګه چې ټول خبر یو، که د روسیې کړو وړو ته ځیر شو، دې هېواد له خپلې خاورې سره کریمیا یوځای کړه، په اوکراین کې مداخله کوي، د سوریې له قاتل رژیم څخه ملاتړ کوي او اوس طالبانو ته وسلې ورکوي، دا ټول هغه څه دي چې په ښکاره د روسانو د ملي ګټو ضد دي.»
په تېره بیا په سوریه کې له اسد سره اړیکې او طالبانو ته د وسلو ورکولیې د پام وړ دي.
هغه وویل، هغه ډلې چې مسکو یې په یوه سیمه کې ملاتړ کوي کولای شي په بله سیمه کې ورته زیان ورسوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، طالبان یوه واحده ډله نه ده، بلکې له نورو ډلو سره همکاري لري.
د هغه په وینا طالبان په سیمه کې لکه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په څېر له نورو ترورېستي ډلو سره چې روسیې ته یې جدي ګواښ متوجې کړی، همکاري لري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، د دې لپاره چې له روسیې سره اړیکې ښې شي موږ په رښتیني توګه دې ته اړتیا لرو چې د روسیې له خوا په چلند کې بدلون ووینو.