
د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړه برخمن کُرد-عرب ځواکونو په سوریه کې د داعش جنګیالیو د اصلي مرکز رقه ښار ته نږدې د تبقه ښارګوټي د نیولو په برخه کې پر مختګ کړی دی. دا خبره پرون د سوریې د بشري حقونو برېټانیا مېشتې څارونکې ډلې وکړه.
د دې ډلې په خبره د سوریې ډموکراتیک پوځ اوس د تبقه ښار اویا سلنه کنټرول په لاس کې اخیستی دی. په دې ښار کې ۸۵ زره کسان اوسېږي.
د تبقه ښارګوټي د نیولو لپاره د کرد-عرب ځواکونو عملیات د امریکا متحده ایالاتو له هوايي ملاتړ هم برخمن دي.
د اسلامي دولت ډلې پر ضد د عملیاتو پر مهال یادې ډلې ته زیات تاوانونه اوښتي او ګڼې سیمې یې له کنټروله بهر کړای شوي دي.
په سوریه کې د جګړو له پیل راهیسې څه باندې درې لکه کسان وژل شوي او روانې کورنۍ جګړې داعش ډلې ته هم په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو پرمختګونو زمینه برابره کړې وه.
داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق ځیني ښارونه او د سوریې یو شمېر برخې په خپل کنټرول کې راوستلې.