د امریکا دفاع وزارت په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد په هوايي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېره خپره کړه.
د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې تر هغه وروسته چې داعش په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې ونیولې، د دې ډلې پر ضد هوايي عملیات پیل کړل.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له هغه راهیسې لږ تر لږه ۳۵۲ تنه ملکي وګړي د ائتلافي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. خو دا شمېر له هغو ارقامو سره چې ځینو خپلواکو سرچینو خپاره کړي، توپیر لري.
په امریکا کې د ایروارس په نوم یوې ادارې ویلي چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ملکي وګړي له هغه راهیسې وژل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غیر عمدي ډول، د ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشیني دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې ائتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال، له بشپړ احتیاطه کار اخیستی خو بیا هم په غیر قصدي ډول، یو شمېر ملکي وګړي د حملو قرباني شوي چې دوی یې له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
وروستي