
د کړکېچ نړیوالې ډلې له امريکا غوښتي چې له پاکستان سره خپلې پوځي مرستې د وسله والو ډلو له ملاتړه د دغه هېواد له لاس اخیستو سره مشروطې کړي.
دا څرګندونې د دغه سازمان په هغه راپور کې شوې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوى دى.
په دغه راپور کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره لاس په کار شي او نور اقدامات وکړي.
سرچينې زياته کړې، د افغان سولې لپاره تر هغه پورې د نړيوالې ټولنې هڅې ګټورې نه دي، څو چې د دې سولې لپاره د افغانانو تر منځ ملي اجماع رامنځته نه شي.
د کړکېچ نړيوال سازمان په دغه راپور کې راغلي چې د سولې لپاره لومړى شرط دا دى چې وسله وال مخالفت ته د پاى ټکى کېښودل شي.
سرچينې ويلي، پاکستان ته بايد دا وويل شي چې د افغان شخړې سياسي هوارى د هغوى په ګټه دى، د دې پر ځاى چې د وسله والو طالبانو ملاتړ وشي.
یاد سازمان له امريکا غوښتي چې له پاکستان سره خپلې پوځي مرستې له وسله والو ډلو څخه د دغه هېواد له لاس اخيستلو سره مشروطې کړي.