جاپان د کوریا ټاپو وزمې ته جنګي بېړۍ لېږلې

جاپانۍ رسنۍ وايي، دغه هېواد د یوې امریکايي بېړۍ د مرستې لپاره د کوریا ټاپوزمې ته خپله ستره جنګي بېړۍ استولې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د جاپان "ایزومو" نومې هلیکوپټر لېږدوونکې بېړۍ به له هغې امریکايي بېړۍ سره ملګرې شي، چې په کوریا ټاپوزمه کې (کوچنیو) جنګي بېړیو ته د سونتوکو رسولو پر ماموریت بوخته ده.
دا ګام د جاپان په قوانینو کې د وړمکال تر بدلونونو وروسته، چې له مخې یې د دغه هېواد د پوځ رول ډېر شوی، اخیستل کېږي. مخالفان وايي، یاد بدلونونه یې د هېواد له سوله پالي اساسي قانون سره په ټکر دي.
د کوریا ټاپوزمې ته د جاپان جنګي بېړۍ تر هغه وروسته لېږل کېږي چې په دغه ټاپو وزمه کې د شمالي کوریا د توغندي جوړولو هڅو پر سر جنجالونه مخ پر زیاتېدو دي.
شمالي کوریا ګواښ کړی چې په سیمه کې به د امریکا یوه جنګي بېړۍ (فلوټیلا) او یو اوبتل له منځه یوسي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې په ټینګار ویلي وو، هېواد یې چمتو دی چې د شمالي کوریا له اټومي ګواښ سره یوازې ډغرې ووهي.
تر څنګ یې ښاغلي ټرمپ د جاپان لومړي وزیر شینزوابي ته ډاډ ور کړی چې د شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې به له جنوبي کوریا او جاپانه ملاتړ وکړي.