
د پاکستان هغه هیئت چې کابل ته راغلی و خبر ورکړی دی چې د پاکستان د استخباراتو رییس جنرال نوید مختار به په نیږدې ورځو کې کابل ته راشي.
د پاکستان پارلمان منشي ایاز صادق نوموړی سفر مثبت بللی دی او وايي چې د دواړو هیوادونو د چارواکو تګ او راتګ به د دواړو هیوادونو اړیکې بهترې کړي.
نوموړي ویلي دي چې د دغه هیواد د استخباراتو رییس به د دواړو هیوادونو د اړیکو ښه والي لپاره له افغان چارواکو سره لیدنه تر سره کړي.
پاکستاني پوځي چارواکي وايي چې د یاد مقام سفر افغانستان ته ډېر مهم دی ځکه چې اوسنۍ جګړه استخباراتي ده او داسې سفرونه د هیوادونو په اړیکو کې مهم رول لري.