د کارګرانو د لګښت سنجش

 
Labor Costing  
د کارګرانو معاشات د تولید د مهمو عناصرو څخه شمیرل کیږي ، معاشات ، مزدونه ، او نور تشویقي اشکال د عملیاتي مصارفو عمده اجزآوې تشکلیلوي .د کارګرانو پاداش د لګښتونو یو اساسي جز ګڼل کیږي چي نه یواځی د تولیداتو په لګښتونو باندی تآثیر کوي بلکی د یوه سازمان په صنعتي اړیکو یا ارتباطاتو باندی همد پام وړاغیزه کوي .
هیڅ سازمان نه شي توانیدلي ترهغي پوري په شرایطو برابراو متحرک کارکوونکې پیداکړي تر څو چي یی کارکوونکو ته مناسب پاداش نه وي ورکړي. د کارکوونکو پاداش د همدې دلیل له مخي د یوسازمان په انکشاف او د ګټی په قابلیت باندي نفوذ او تآثیر کوي،د کارکوونکو لپاره پاداش د فزیکي اړتیاؤ یا ضرورتونو د جبران کولو یا رفع کولو وسیله ګڼل کیږي ، مزدونه او معاشات زمونږ د عوایدو په توزیع، مصارفو ، سپماوؤ ، او قیمتونو باندي هم مهم تآثیر لري، نو په همدي اساس د کارګرانو پاداش د کارفرما ، کارکوونکو او له ټولیزه نظره یوه مهمه موضوع ګڼل کیږي .
د مزد د یوه مطلوب سیستم اهداف (Objectives of an Ideal Wage System)
د مزد د یوه مطلوب سیستم څخه توقع کیږي چي لاندي اهداف تر لاسه کړي:
1.    د مزد سیستم باید د یوه مناسب اوعادلانه پاداش اساس یا بنسټ کیږدي.
2.    نوموړي سیستم کمک کوي چي د مناسب او وړ پاداش په ورکړي سره په شرایطو برابراو مطلوب کارکوونکي را جذب کړي .
3.    دا سیستم کمک کوي چي د کارکوونکو رویی (مورال) او تشویق ته انکشاف ورکړي چي د دې په اساس به ګټورتوب لوړلاړشي.
4.    د دې په وسیله د کارګرانو د لګښتونو کنترول په مؤثره توګه ممکن کیداي شی.
5.     د مزد مطلوب سیستم کمک کوي چي د مدیریت د اتحادیی روابطو ته انکشاف او پراختیا ورکړي ، دا به هغه نارضایتی له منځه یوسي چي د مزد د نا برابرې څخه را پورته کیږي.
6.    دا سیستم د وظایفو سلسله اود انکشاف او پرمختګ خط آسانوي چیري چي ممکنه وي.
7.    د مزد مطلوب سیستم د کارفرما مترقي تصویرد پروژې پلټي تر څود مزد او تنخوا په رابطه د قانوني ضرورتونو سره مقابله وکړي.
د مزد د مطلوب سیستم اصول (Principles of an Ideal Wage System)
دا لاندي اصول باید چي د مزد په یوه مطلوب سیستم کې په نظر کې نیول شوي وي :
1.    د مزد تفاوت باید چي د دندي د ضرورتونو پر بنیاد وي .
2.    د مساوي کار په مقابل کي د مساوي مزد د ورکړي اصل په نظر کي ونیول شي.
3.    د مزد طرحه یا شکل باید چي د دندي د مطالعې پر بنیاد وي ، او د کار محتویات د مختلفو وظیفو باید له یو بل سره انډول وي.
4.    په مرسته او وړتیا یا قابلیت کې فردي توپیرونه  وپیژني.
5.    د مزد طرحه نه باید چي په عمل کي پرلګښته یا پرقیمته وي.
6.    د مزد طرحه باید چي ارتجاعي یا د تغیر وړ وي.
7.    د مزد طرحه باید چي ګټورتوب (Productivity) تشویق کړي.
8.    نوموړي طرحه نه باید چي د کارګرانو ترمنځ د همکارې په زیان وي.
9.    دا طرحه باید چي د کارګر او د هغي د کورنې لپاره د معقول  ژوند معیارونو لپاره کافي او بسنه وکړي.
تر ټولو لمړي دا ضرور بولم چي هغه اصطلاحات چي د کارګرانو د لګښتونو په سنجش کې  زیات استعمالیږي په لاندي توګه ور ته یوه لنډه کتنه وکړم. نور بیا...