پاپ: د امریکا او شمالي کوریا احتمالي جګړه به لوی ناورین وي

د نړۍ د مسیحیانو روحاني مشر د شمالي کوریا او د امریکا متحده ایالتونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ په تړاو په سیمه کې د احتمالي جګړې د پیلېدو خبرداری ورکړی.
د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس وایي، که د امریکا متحده ایالتونو او شمالي کوریا تر منځ لویه جګړه ونښلي د بشریت ښه اړخ به هم ورسره له‌ منځه لاړ شي.
پاپ دا څرګندونې هغو خبریالانو ته وکړې چې له ده سره د مصر له سفر وروسته بېرته واتیکان ته په لاره په الوتکه کې سپاره وو.
د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچ د شمالي کوریا له ‌خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د ازموینو پرسر لاپسې زیات شوی دی.
شمالي کوریا دغه ازموینې د ملګرو ملتونو له هغو پرېکړه ‌لیکونو سره سره چې د دې هېواد د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او اټومي پروګرامونو د بندولو لپاره لګولي، ترسره کوي.
پیونګ یانګ چې تېر کال‌ یې اټومي ازموینې هم تر سره کړې داسې نښې څرګندې کړي چې د اټومي سروکو لېږدولو توغندیو ته چې تر متحده ایالاتو پورې ورسېږي، پراختیا ورکوي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې سمندري محارب ځواکونه ‌یې د کوریا ټاپو وزمې ته استولي خبرداری ورکړی چې که نړۍ د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د وسلو د پروګرام په بندولو کې پاتې راشي، نتیجه به ‌یې یو ستر ناورین وي.
ټرمپ ویلي چې پوځي انتخاب تر اوسه د مېز پر سر دی.
د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مشر وویل، دی د امریکا له ولسمشر او نورو مشرانو غواړي چې له ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کار واخلي ځکه مسئله د بشریت راتلونکې ده.
نوموړي زیاته کړه: "زه پر ټولو مشرانو غږ کوم بیا به هم غږ وکړم، هاغسې چې په مختلفو سیمو کې مې له مشرانو غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره کار وکړي او د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي."
 
پاپ زیاته کړه که پراخه جګړه ونښلي د بشريت یوه کوچنۍ برخه به نه بلکې د بشریت یو ښه اړخ او کلتور به له ‌منځه یوسي چې دا به وحشتناکه وي او زه ګومان نه‌ کوم چې نن ورځ دې بشریت هغه وزغمي.
پاپ فرانسېس وویل، ښایي یو درېیم هېواد لکه ناروې په دغه کړکېچ کې د منځګړي په توګه مداخله وکړي.
ټاکل شوې چې ټرمپ د مې په ۲۶ او ۲۷ د اېټالیا په سیسلي کې د اوو پرمختللو هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.