امریکایانو د ټرمپ د چاپېریال ساتنې د نوې پالیسۍ خلاف لاریون وکړ

لسګونو زرو کسانو تېره ورځ د اقلیمي بدلون او چاپېریال په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې له پالېسیو سره په مخالفت کې، د امريکا په پلازمېنه او نورو ښارونو کې لاريون وکړ. دا په دوو اوونيو کې دوهم وار دى چې دغه خلک لاريون ته راوځي.
لوی لاريون چې د "خلکو اقلیمي لاريون" نوم ورکړل شوى، په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې وشو. زرګونه کسان د سپينې ماڼۍ او د ټرمپ نړيوال هوټل ته نږدې راغونډ شول.
دوى د ټرمپ د ادارې پر هغه پېشنهاد غوسه څرګنده کړه چې له مخې يې د چاپېريال ساتنې ادارې بودجه کمېږي. دا فدرالي اداره په امریکا کې د چاپېریال ساتنې قوانین عملي کوي.
په شيکاګو ايالت کې د خوړو او عمل د مرستندوىه بنسټ يوې مسؤلې جسيکا فوجان د لاریون کوونکو ډلې ته وويل: "په دې اقليم او چاپېريال کې د اوسني حکومت تر رهبرۍ لاندې په میليونونو څيزونه شته چې بايد په اړه‌يې اندېښنه ولرو، خو زه دلته تاسو ته وايم چې ځينې حل لارې هم شته، د دغو حل لارو لپاره د مبارزې سياسي اراده موجوده ده."
سپینه ماڼۍ همدا شان په دې غور کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې او چاپېریال ساتنې په اړه د پاریس له تړونه ووځي.
دا تړون چې د امريکا په ګډون ۱۹۰ هېوادونو لاسلیک کړی، د هوا د ګرمېدو د مخنیوي لپاره شوی و.