ناټو په افغانستان کې د سرتېرو پر زیاتولو غور کوي

د ناټو عمومي منشي (ينس سټولټنبرګ) وايي، افغانستان ته د نورو سرتېرو پر استولو فکر کوي. ينس سټولټنبرګ له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې ناټو سازمان اوس په دې اړه فکر کوي، چې په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې نور سرتېري هم اضافه کړي او که نه؟
ده دغه راز ويلي، چې په دې هم فکر کوي، څو په افغانستان کې خپل ماموريت د هر کال پر ځای پر يو وار د څو کلونو لپاره تمديد کړي.
د سټولټنبرګ په خبره، ناټو سازمان به په دې اړه د روان کال د مې مياشتې په وروستيو کې د دې سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې پريکړه وکړي.
په افغانستان کې دا مهال د ناټو په چوکاټ کې ۱۳ زره بهرني سرتيري مېشت دي، چې فعاليتونه يې تر ډېره افغان ځواکونو ته د سلا مشورو پر ورکولو متمرکز دي.
سټولټنبرګ په داسې حال کې په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو د ډېرولو پر احتمال خبرې کړې دي، چې امريکا هم ښايي په دې اړه خپله پرېکړه ژر اعلان کړي؛ خو له دې ټولو سره – سره د چارو شنونکي پر دې باور دي، چې د سرتېرو د شمېر ډېرېدول د افغانستان جګړه نه شي ختمولی.
دوی وايي، که نړيواله ټولنه په رښتيني ډول د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوي، نو له يوې خوا دې د ترهګرو اصلي ځالې په نښه کړي او له بلې خوا دې د افغان پوځ په تجهيزولو کې صادقانه همکاري وکړي.