
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل سعودي عربستان ته تللې او له سعودي چارواکو سره یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې او د ښځو د حقونو اړوند موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.
مېرکل د یو ورځني سفر په ترڅ کې په بندري ښار جده کې له چارواکو سره په خبرو اترو کې د اسلامي دولت ډلې-داعش پر ضد د مبارزې، د اقلیم د تودوخې، بشري حقونو او نورو مسایلو په اړه بحث وکړ.
له انګلا مېرکل سره په سفر کې د جرمني د لویو کمپنیو استازي هم ملګري دي.
د جرمني خبري اژانس «DPA» د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې تمه ده مېرمن مېرکل به له سعودي چارواکو سره په کتنو کې د یمن د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.
برلین د ملګرو ملتونو د هغې طرحې ملاتړ کوي چې د یمن د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند او سیاسي حل غوښتنه کوي.
جرمني چارواکي وايي، مېرمن مېرکل به خپل سعودي کوربانه د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو لرې کولو ته وهڅوي، خو د دوی د خبرو په اجنډا کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو موضوع نه ده شامله.
د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې د جرمني صدراعظمه به له سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن نایف سره په خبرو کې د بشري حقونو او همداراز په دې هېواد کې چې مېرمنو ته حتی د موټر د چلولو اجازه نهورکول کېږي، د ښځو د ونډې په اړه پوښتنې راپورته کړي.
په همدې حال کې د یو زنداني سیاسي فعال مېرمنې هم له انګلا مېرکل څخه غوښتي چې له سعودي چارواکو څخه د دې د مېړه د عفوې غوښتنه وکړي.
د سعودي بلاګ لیکونکي رفیع بدوي چې بندي کولو او په عام محضر کې په متروکو وهلو یې نړیوال انتقادونه وپارول مېرمنې یې هم له انګلا مېرکل څخه غوښتي چې له سعودي چارواکو څخه د دې د مېړه د عفوې غوښتنه وکړي.
مېرمن مېرکل چې په راروانه جولای میاشت کې د نړۍ د شلو لویو اقتصادي قدرتونو د غونډې په درشل کې د ډيپلوماتیکو هڅو کمپاین پیل کړی، په پام کې لري چې د سعودي له سفر وروسته نن دوشنبه په متحده عربي اماراتو کې له ولیعهد شیخ محمد بن زیاد النهیان او د سه شنبې په ورځ د روسیې په بندري ښار سوچي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
مېرمن مېرکل به د جولای په شلمه نېټه د جرمني په شمالي ښار هامبورګ کې د «G20» ډلې د سرمشریزې کوربنه وي.